
د ټولګټو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال ۵۳۸ میلیونه او ۷۵۴ زره او ۴۹ مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
وزارت زیاتوی، چې د تېر (۱۴۰۳ هـ. ش) کال په ۱۱ میاشتو کې ۴۰ میلیونه او ۴۰۸ زره او ۵۵ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوې وو، چې د روان کال د ترسره شويو انتقالاتو شمېر د تېر کال په پرتله ۳۳.۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
دغه انتقالات د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او د خواف–هرات اوسپنو پټلیو له لارې ترسره شوي چې په کې نفتي او غیر نفتي توکي شامل دي.

