د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو په انتقالاتو کې ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د نوموړي په وینا، په ۱۴۰۳ کال کې د دغو بندرونو له لارې ۴.۳میلیونه مټریک ټنه انتقالات شوي وو؛ خو په ۱۴۰۴ کال کې دغه اندازه څهباندې ۶.۱ میلیون ټنو ته لوړه شوې ده.
ښاغلی حقشناس زیاتوي، چې هېواد ته په وارداتي توکو کې تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي، سمنټ، یو شمېر نور خوراکي او ساختماني مواد او په صادراتو کې وچه مېوه، وریجي، کچالو، معدني ډبرې، د هندواڼو تخم، نخود، مس او د انارو جوس شامل دي.
نوموړي منظم پلان جوړونه، دوامداره څارنه، د زېربناوو پراختیا او د تخنیکي او اداري کارکوونکو پرلهپسې هڅې اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د زیاتوالي لاملونه یاد کړي دي.
