Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د هېواد د شمال لوی مفسد عطا محمد نور او د هغه جُرمي کړۍ
    تورې څېرې

    د هېواد د شمال لوی مفسد عطا محمد نور او د هغه جُرمي کړۍ

    صابر افغانصابر افغان8 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په اړه تازه افشاء شوي اسناد ښيي، چې نوموړي د حیرتان بندر په مالي رګونو پنجه خښه کړې او خپله جرمي شبکه یې پرې تمویل کړې ده.

    د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د بلخ والي او د مقاومت شوری د رهبرۍ غړي عطا محمد نور تر سیاسي نفوذ او قدرت لاندې د نوموړي د جُرمي شبکې غړي او هغه مهال د بلخ د ګمرک مدیر مسعود اصفیا په وارداتي محصولاتو کې هره ورځ ۷۰ زره افغانۍ چې د میاشتې ۳۰ زره ډالره او د کاله ۳۶۰ زره ډالره کېږي، د رشوت له درکه ترلاسه کولې او بیا به یې د خپلو قاچاقي شبکو له لارې له هېواد څخه بهر ایستلې.

    دا یې د فساد وړه بېلګه وه، په ۱۳۹۶ کال کې د بلخ د ولایتي شورا وکیل محمد اصف مومند د بلخ د محلي ادارې پر ضد لاریون وکړ، بیا د بلخ والي نوموړی وکیل ونیو او په خپل شخصي زندان کې یې بندي کړ، په همدې جرم یې له نوموړي څخه غوږ هم غوڅ کړ.

    محمد اصف مومند رسنیو ته هغه مهال وویل، چې د حیرتان بندر، د بلخ ولایتي روغتون او د بلخ ښاروالۍ، د بلخ د والي عایداتي سرچینې دي، چې نوموړی پرې خپل جُرمي اقتصاد پمپوي، جُرمي شبکې یې پرې پراخې کړي او خپل سیاسي مخالفین پرې تروروي.

    همدا راز عطا محمد نور د بلخ د څلورو دروازو د عوایدو راټولولو قرارداد خپلو نږدې کسانو ته د (۲۱۰) میلیونو افغانیو په بدل کې ورکړی و، خو هلته عواید په واقعي معنی تر دې زیات وو. ځايي شرکتونو غوښتل یاد قرارداد له (۳۵۰) میلیونه افغانیو څخه په لوړ قیمت واخلي، خو د شرکتونو خاوندان تهدید کېدل، تر څو د نوموړي جُرمي شریکانو ته له قرارداد تېر شي. عطا محمد نور لسګونه شخصي شرکتونه هم جوړ کړي وو، تر څو ټول قراردادونه د ده په انحصار کې وي.

    شخصي شهرکونه، پوهنتونونه، هوټلونه، روغتونونه، ښوونځي او نور ډېری د ده وو، هیڅ هېوادوال د نوموړې له اجازې پرته سرمایه ګذاري نشوای کولای. د نیویارک ټایمز له قوله؛ کله چې عطا محمد د بلخ ولایت له مقام څخه ګوښه شو، نو په کابل کې یې حکومت په پراخ فساد په داسې حال کې تورن کړ چې د اووه ویشت زره ډالرو ساعت یې په لاس او د زرګونه ډالرو هغه ګوتمۍ یې په ګوته وه، چې شل دانې د الماسو غمي یې درلودل.

    وال سټریټ ژورنال هم د غني د کابینې او چارواکو د فساد په تړاو د ۱۴۰۱ هـ ل کال د سلواغې پر ۲۳مه یو نوملړ خپور کړ، د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په تړاو په کې ویل شوي، چې نوموړي د دُبۍ په النخل سیمه کې ګران بیه کور اخیستی دی. د نوموړي د کور تائید وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته د ده ویاند کړی او ویلي یې دي چې عطا محمد نور له هېواد بهر همدا یو کور لري. خو په ترکیه، تاجکستان او اروپا کې هم د نوموړي د جایدادونو په اړه ګنګوسې شته.

    د یادونې وړ ده، چې هندوکش غږ په دې وروستیو کې د عطا محمد نور او د هغه جُرمي کړۍ د فساد په اړه مهم اسناد افشاء کړي، چې نوموړي پوري یې تړاو درلود او ټولې عایداتي سرچینې یې یرغمل کړې وې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله د بهرنیو چارو وزیر له خپل اماراتي سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.