د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري په مشرۍ د بهرنیو چارو، ماليې، او ټولګټو وزارتونو او د برېښنا شرکت یوه پلاوي ترکمنستان ته سفر وکړ.
د کانونواو پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، چې یاد پلاوی به په دغه سفر کې ترکمنستاني چارواکو سره په عشق آباد کې د ټاپي، ټاپ او ریل پټلۍ برخو کې د دوه اړخیزې همکاریو پراختیا او همدا راز د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په تړاو خبرې وکړي.