د سترې محکمې د مطبوعاتو رئيس مولوي عبدالرحيم راشد ويلي، د افغان حکومت محاکمو د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو اړوند ۴۰۲۱ قضیو او مواردو ته رسېدنه کړې ده.

نوموړي ويلي، په دې قضيو کې ۱۲۷۵ د میراث او ملکیت اړوند قضیې، ۲۴۶۲ د هغو ښځو په نوم د ملکیت سند ثبت چې مهر یې تعین شوی وي او ۲۸۴ د میراث او مالکیت سند ترلاسه کولو موارد شامل دي.

ښاغلي راشد ډاډ ورکړی، چې ستره محکمه د ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه ښځو شرعي حقونو ته پوره ژمنه ده او تل یې هڅه کړې، چې د شرعي احکامو په رڼا کې د ښځو اړوند قضیو او مواردو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version