د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین، مجیب الرحمن عمر د یونیسف د اوبو برخې مسوول، ډامنیک سره کتلي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ په دغه کتنه کې دواړو لورو د اوبو مدیریت، څښاک پاکو اوبو ته د وچکالۍ ځپلو سیمو د اوسېدونکو لاسرسي او د اوبو رسونې اړوند نورو خدمتونو په وړاندې کولو کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د يادونې وړ ده چې افغانستان په وروستيو څو کلونو کې د اقليمي بدلون له امله وچکالۍ وځاپه او د هېواد يو شمېر سيمو کې د څښاک اوبو ته د خلکو لاسرسی سخت شوی.