د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وايي، نن او سبا ته د هېواد په گڼ شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو، بادونو، خاورو او دوړو اټکل کېږي.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د روانې چنگاښ میاشتې له ۲ مې څخه تر ۳ مې نېټې پورې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، ننگرهار، لوگر، میدانوردگ، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، دایکندي، بامیان، سمنگان، غور، سرپُل او فاریاب ولایتونو کې د سالنگونو په گډون چې د ورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ملي څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، همدارنگه په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د سالنگونو په گډون چټک بادونه، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل شته، چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل کېږي.
په هېواد کې داسې مهال د ورښتونو اټکل شوی، چې ځینې سیمې د سختې گرمۍ سره لاس او گرېوان دي.
سږ کال د هېواد په گڼو ولایتونو کې پریمانه ورښتونه وشول، چې په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو لامل شول او گڼ کورونه یې ویجاړ کړل او سلگونو تنو ژوند یې واخیست.