د هوا پېژندنې اداره وايي، نن او سبا ته په بدخشان، نورستان، کونړ، ننگرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، کابل، میدانوردگ، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار او روزگان ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی دی.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ ملي مترو څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل کېږي.: «همدارنگه په شمالي، لوېدیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنگونو په گډون د چټک بادونو، خاورو، دوړو د پېښېدو اټکل شته، چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په ساعت اټکل کېږي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت بیا د روانې زمري میاشتې له ۱۳مې نه تر ۱۵ مې پورې د هېواد د سیندویزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.: «د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالو هوا پېژندنې ارگانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو له امله د سېلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل او هلمند) سينديزو حوزو کې شوی دی.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه خلک چې د سیندونو پر غاړه استوگڼ دي، د سېلاب راوتلو مخکې باید ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تگ راتگ څخه څخه ډډه وکړي، څو د انساني او مالي زیان څخه خوندي شي.
تېره اوونۍ په هېواد کې د تودوخې گرمه څپه تېره شوه، چې د هېواد په گڼو ولایتونو کې د تودوخې درجه له ۴۰ پورته وه. د هېواد گڼې سیمې لا هم د تودوخې تر تودې څپې لاندې دي.