
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن شنبه د قوس ۲۲ مه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت اټکل کړی دی.
د یاد ریاست د خبرتیا له مخې، په هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، دایکندی، تخار او بدخشان ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو احتمال شته دی.
په خبرتیا کې ویل شوي، چې د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۱۵ مليمتره او د واورې اندازه به له ۱۰ تر ۲۰ سانتيمترو پورې وي.
همداراز، د هېواد په مرکزي او شمالختیځو ولایتونو کې د شدیدو بادونو د لګېدو احتمال هم ښودل شوی، چې چټکتیا یې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره په ساعت پورې اټکل شوې ده.

