د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال عبدالکریم فاتح په یوه مرکه کې ویلي چې، د بدخشان د واخان دهلیز د سروې کار بشپړ شوی او اوس د دغې پروژې پر ډيزاین کار روان دی.
ښاغلي فاتح زیاته کړې ده، چې دغه وزارت چمتو دی چې، د مشرتابه له لوري د دغې پروژې د بودیجې له منظورۍ وروسته، یې د جوړولو عملي چارې پیل کړي.