فلسطیني ملت او په ځانګړې توګه غزه چې له اوږدې مودې او په ځانګړې توګه له تېر یو نیم کال راهیسې د بشریت له تر ټولو سترو جنایتونو، ظلمونو او وحشتونو سره مخ دي، له بده مرغه چې تر اوسه یې نه د بشري حقونو په نوم درواغجنو بنسټونو غږ واورېده او نه هم تش په نوم لسګونو اسلامي هېوادونو له دوی څخه د دفاع په لار کې غږ پورته کړ. په تېر یو نیم کال کې نږدې اتیا زره فلسطینیان چې لویه برخه یې ماشومان، ښځې او بوډاګان وو، په ډېر فجیع شکل د امریکايي، جرمني، برېټانوي او نورو غربي هېوادونو په جوړو شویو بمونو، راکټونو، ټانکونو او مرمیو شهیدان شول، کورونه، جوماتونه، روغتونونو او ټول هست او نېست یې ورته وران او له شدیدې قحطۍ سره مخ کړل.
دا ټول جنایتونه د صهیونیسي وحشي او جنایتکاره رژیم له خوا د هغوی دوه مخو او ځناور صفتو ملاتړو (امریکا، جرمني، فرانسې، برېټانیا، ایټالیا او په ټوله کې د غرب) په مستقیم ملاتړ روان دي. په دې برخه کې له بده مرغه د اسلامي هېوادونو پڅ او کمزوري دریځ او د ډېرو پټه خوله د جدي اندېښنې وړ ده. د غزې او فلسطیني ملت قضیه تنها د دوی قضیه او مسئله نه ده، دا د ټول اسلامي اُمت او په ټوله کې د ټول بشریت او انسانیت موضوع ده، چې پرې چوپ پاتې کېدل نه بښونکی جنایت دی.
د غزې په دفاع او له فلسطیني وروڼو، خویندو، پلرونو او میندو سره د خواخوږۍ په پار، د افغانستان اوسني حکومت او خلکو د خپلې اسلامي، ایماني او انساني مسؤلیت له مخې سبا د جمعې ورځ په ټول هېواد کې د غږ پورته کولو لپاره اقدام کړی او له ټولو هېوادوالو یې غوښتي چې د غزې د دفاع او له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ په موخه خپل غږ پورته کړي، دوعاوې وکړي او په څرګنده توګه خپل ملاتړ ترې اعلان کړي.
لازمه خو دا وه چې دا غږ له نورې او په ځانګړې توګه عربي نړۍ پورته شوی وای، خو له بده مرغه عربي نړۍ دومره په عیشونو او دنیوي مسایلو کې غرقه تللې چې اسلامي مسؤلیت یوې خوا ته پرېږده، بلکې انساني مسؤلیت یې هم له یاده ایستلی. افغانستان چې هر وخت یې د اُمت په علیا مسایلو او له اُمت څخه د دفاع په لار کې سترې قربانۍ او سرښندنې کړي، دا ده یو ځل بیا یې هم په کمزوري ځان، خو په پیاوړي ایمان د خپلو فلسطیني مسلمانانو د دفاع لپاره د معاصر طاغوت پر وړاندې په ښکاره توګه او هسکه غاړه غږ پورته کولو ته ملا تړلې ده.
اسلامي اُمت ته ښايي چې نور د غفلت له خوب او د غلامۍ له ځنځیرونو راووځي، افغانستان، د افغانستان ویاړلی او غیور ولس د ځان لپاره سرمشق وګرځوي او دا غږ یې ورسره بدرګه کړي، ترڅو له یوې خوا په غزه کې روان ستر جنایتونه او وحشتونه ودرول شي او له بلې خوا د اُمت روان وضعیت ته د حل لار ومومي. که اسلامي نړۍ دا ځل هم چوپ پاتې شوه، نو تر دې به سختې او له کړاو ډکې ورځې پرې راځي، یهود او نصارا به یې د فلسطیني ملت په څېر کړوي، نو مخکې له دې چې دا حالت پر ټولو راشي، غوره دا ده چې دوی هم همت وکړي او د دغه ستر جنایت، جنایتکارانو او د دوی د ملاتړو پر ضد ودرېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.