د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت، کډوالو وزارت او د ملگرو ملتونو ادارې وايي، د وروستیو سېلابونو له امله په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله تر دې مهاله ۲زرو تنو ته مرگژوبله اوښتې ده.
د بغلان د کډوالو رئیس محمد ابراهیم عمري وايي، یوازې په دغه ولایت کې ۳۱۵ تنه شهیدان شوي، ۱۶۳۰ تنه ټپیان شوي او ۲۶۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.د عمري په خبره، په بغلان کې د مرگژوبلې شمېره کېدای شي لوړه شي؛ ځکه لا هم د پلټنې عملیات روان دي.
دی وايي، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي او زرگونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
د بغلان د ځايي چارواکو په خبره، لا هم په ځینو سیمو کې خلک په کورونو کې بند پاتې دي او هڅه کوي چې په ټولو ممکنه لارو د خلکو ژوند وژغوري.
د تېرې جمعې په ورځ په بغلان، تخار، فاریاب او بدخشان ولایتونو کې سخت سېلابونه راووتل، چې له امله یې زرگونه خلک زیانمن کړل.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د خوړو نړیوال پروگرام د اړیکو مسووله رعنا دراز ویلي، د سېلابونو له امله گڼې لارې خرابې شوې، چې له امله یې مرستندویه موټرې هلته نهشي تللی.
په بغلان کې د حکومت د بېلابېلو ادارو کمېټې لا هم بوختې دي او زیانمن شوو کورنیو سره بېلابېلې مرستې کوي.