Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د وروسیتو ورښتونو او واورو په هېواد کې ۴۵ تنو ته مرگ‌ژوبله اړولې
    افغانستان

    د وروسیتو ورښتونو او واورو په هېواد کې ۴۵ تنو ته مرگ‌ژوبله اړولې

    صابر افغانصابر افغان2 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له تېرې اوونۍ راهیسې د هېواد په گڼو ولایتونو کې واورې او ورښتونه ورېږي، چې په ځینو سیمو کې یې ځايي خلکو ته ځاني او مالي تلفات هم اړولي دي.

    که څه هم افغان حکومت تر اوسه د وروستیو واورو او ورښتونو کې د اوښتې مرگ‌‌ژوبلې په اړه کره شمېره رسنیزه کړې نه ده؛ خو د ځینو رسنیو د راپورونو پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵ تنه مړه شوي او ۳۰ تنه ژوبل شوي دي.

    د وروستیو ورښتونو او واورې له امله د سالنگ لویې لارې په گډون د غور، بادغیس، بامیان، هرات او غزني د تگ راتگ لارې تړل شوې دي.

    د هېواد په گوټ ـ گوټ کې لا هم واورې او ورښتونه ورېږي او روانه اوونۍ هم د کابل په گډون گڼو ولایتونو کې د واورې او ورښتونو اټکل شوی دی.په شمالي او مرکزي ولایتونو کې بیا سخته واوره شوې ده، چې گڼ څاروي یې هم تلف کړي دي.

    د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت وايي، د بېلابېلو وزارتونو گډه کمېټه جوړه شوې او ځینو ولایتونو ته یې د څارویو لپاره خوراکي توکي وړي دي.:«رئیس الوزراء په لومړي گام کې د مالدارانو څارویو لپاره په بېړنۍ توگه د اړتیا وړ وښو د برابرولو په موخه کمېټه جوړه کړې او ۵۰ مېلیونه افغانۍ یې ورسپارلې دي؛ تر څو په بېړنۍ توگه څارویو ته د اړتیا وړ واښه برابر کړي.»

    که څه هم په سږني ژمي کې د نورو کلونو په پرتله واورې او ورښتونه کم وو؛ خو له تېرې اوونۍ راهیسې د هېواد گڼ ولایتونه د واورې او ورښتونو شاهدان دي.

    د ملي دفاع وزارت په گڼو ولایتونو کې له خلکو غوښتي، چې د اړتیا پر مهال د هېواد هوايي ځواک خبر کړي او هغه خلک به وژغوري چې د سېلابونو په منځ کې بند پاتې وي.

    مخکینۍ مقالهغزه کې د اوربند لپاره بايډن د نوي ضرب الاجل وړاندیز وکړ
    راتلونکي مقاله د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي: د حکومت په بهرني سیاست کې افریقا ځانګړی ځای لري

    مربوطه لیکنې

    سرپرست حکومت: غزه کې د اسرائیلي رژیم له‌ لوري د مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل په کلکو ټکو غندو

    20 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    20 جولای 2025

    د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ورلډ وېژن مؤسسې ترمنځ پر چاپېریالي همکاریو خبرې شوي

    20 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 20 جولای 2025

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغل…

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025

    سرپرست حکومت: غزه کې د اسرائیلي رژیم له‌ لوري د مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل په کلکو ټکو غندو

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025

    سرپرست حکومت: غزه کې د اسرائیلي رژیم له‌ لوري د مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل په کلکو ټکو غندو

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،927 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.