Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»د ولس د جسمي او رواني شکنجې لپاره د امرالله صالح شوم پلانونه
    راز

    د ولس د جسمي او رواني شکنجې لپاره د امرالله صالح شوم پلانونه

    عمران آغاعمران آغا20 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ولس وژنې پلانونه د شر او فساد د عاملینو لخوا، له څو لسیزو راهیسې جوړ او تطبیق کېږي؛ نه تنها په جسماني ډول، بلکې په فکري او رواني ډول هم د ولس د وژلو او له منځه وړلو پلانونه د شر او فساد د عاملینو پخوانۍ کړنې او ارمانونه دي. د دغه ارمانونو د تحقق په لړ کې امرالله صالح په جسمي او رواني ډول د ولس وژنې تازه پلانونه پر لیکه کړي.

    د هندوکش‌غږ سرچینو د پرځېدلي جمهوریت د لومړي مرستیال امرالله صالح داسې لیکلو پلانونو ته لاس رسی موندلی، چې اراده لري تر بېلابېلو عنوانونو لاندې د افغان ولس پر وړاندې وجنګېږي او په توسط یې په افغانستان کې بیا ځل واکمني ترلاسه کړي؛ د خپلو خوبونو د رښتیا کولو په لټون کې، امرالله صالح پلان لري، چې په عامو وګړو کې د نا امنۍ د فکر په ترویجولو دوی په ذهني اختلال او رواني ستونزو مبتلا کړي او شومو موخو ته ورسېږي.

    امرالله صالح خپلو پلویانو ته هدایات کړي، چې د ګذر وکیلان، د مساجدو امامان، قومي متنفذین او مخور تثبیت کړي او د له منځه وړلو لپاره یې له نورو ګروپونو سره همغږي وکړي. شر او فساد غواړي په هره سیمه کې د مخورو، ګذر وکیلانو او مساجدو د امامانو په له منځه وړلو ټولنیز ثبات او نظم ختم کړي، تر څو د کامیابۍ لارویان ورک او مفسدین په ټولنه کې رشد وکړي.

    له مقدساتو سره د شر او فساد د عاملینو دښمني پخوانۍ ده؛ له همدې امله امرالله صالح هدایات ورکړي، چې د طالبانو له حاکمیت وروسته جوړې شوې مدرسې تثبیت کړي او له دوی سره یې د له منځه وړلو په موخه معلومات شریک کړي؛ په داسې حال کې چې د افغانستان په ټولو مدرسو کې تنها زده کوونکو ته د اسلام د سپېڅلي دین تدریس کېږي او مقدسات ورښيي.

    د شر او فساد لارویانو ته ویل شوي، چې د افغانستان په داخل کې ټولې هغه داخلي او خارجي مرسته رسونکې مؤسسې هم تثبیت او په نښه کړي، چې د طالبانو تر حکومت لاندې افغانستان کې فعالیت لري. دا هغه مؤسسې دي چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د فعالیت جوازونه ورکول شوي وو او لا هم خلکو ته د بشري مرستو رسونې، روغتیا، زده کړو او نورو ملکي برخو کې فعالیت کوي. د یادو مؤسسو په نښه کول د شر او فساد لخوا پر ولس د مرستو ټولې هغه لارې بندول دي، چې د جمهوریت له میراثي بحران څخه افغانان تر یو حده لرې ساتي.

    د جمهوریت له پرځېدو سره، هېواد ته ژمن نظامي او ملکي کارمندان بهرنیو هېوادونو ته له تګ پر شا شول او په خپل هېواد کې یې خدمت ته مټې را بډ وهلې؛ خو له هېواد پالو خادمانو سره د شر او فساد د نه ختمېدونکي تعصب پر بنسټ، امرالله صالح د یادو پاتې کارمندانو د تثبیت په اړه هم کار پیل کړی او غواړي خپل پروني هم‌سنګران، چې د هېوادنۍ مینې پر بنسټ ترې جلا شوي، له منځه یوسي. دغه شوم پلان د سرپرست حکومت په مشري، د دولتي اډانې د ضعیفه کولو په اراده ترسره کوي.

    د پورته ټولو پلانونو په اخر کې، مهم او ستر پلان، چې تبلیغاتي جګړه ده، هم د امرالله صالح لخوا خپلو هم‌فکرانو ته سپارل شوی؛ دوی ته هدایات شوي چې که د تبلیغاتي جګړې له امله، له خطر سره مخ کېږي، نو په مستعارو نومونو او دروغجن هویت دې د شر او فساد اړوند تبلیغاتي موادو د تکثیر تر څنګ، د ولس د رواني شکنجې چارې هم مخته یوسي. په مستعارو نومونو او دروغجن هویت د اسلامي او ملي ارزښتونو په وړاندې مبارزه کې امرالله صالح او د هغه متعصب ټیم پخوانۍ تجربه لري او له تبلیغاتي شېوو په استفاده همېشه ولس په فکري او رواني لحاظ شکنجه کوي او د فلجولو لپاره یې له هیڅ راز هڅې درېغ نه کوي.

    یاد شوم پلانونه د ولس د لویې او غوښنې برخې او مقدساتو په وړاندې د شر او فساد د پخوانۍ دښمنۍ پر بیا تازه کولو دلالت کوي؛ که څه هم امرالله صالح او د هغه څو نفري متعصب ټیم د پورته پلانونو د پوره تطبیق وړتیا نه لري، خو غواړي د خپلې تبلیغاتي دستګاه په زور د ولس وژنې درېدلی ماشین په څرخ راولي او ولس د جسمي ځور ترڅنګ په رواني ستونزو هم اخته کړي. خو د ولس له بطن څخه ویښ، با همته او زړور هېوادوال همېشه د شر او فساد له شومو پلانونو سره جنګېدلي او هر پلان یې په نطفه کې ور خنثی کړی دی.

    مخکینۍ مقالهد آلمان سفیر د ټرمپ په حکومت کې پر رسنیو د محدودیتونو خبردارى ورکړ
    راتلونکي مقاله د سي آی اې پخوانی شنونکی: د افغانستان او عراق جګړې امریکا ته امنیت نه دی راوستی

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.