لیکوال: اميد افغان
د اتريش پلازمینې ویانا کې له افغانستان څخه تښتیدلي، ازمايل شوي، د افغان ولس وینې ذبيښونکي او د قومي تعصباتو او ټيکدارانو يوه ډله را ټول شوي وو.
هغه کسان چې په تيرو دريو کلنو کې د ويانا په شمول د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې راټولیدو سره سره په دې ونه توانېدل چې حتی د خپلو ناستو لپاره يوه ګډه اجنډا او يوې نتیجې ته سره ورسېږي.
دوی اکثریت يې په يو او بل نامه د شر او فساد بيلابېلو جبهو کې هم غړیتوب لري، ترڅو يې له لارې له غربي نړۍ او بادارانو پيسې ترلاسه کړي، افغانستان کې شته امینت لمنځه يوسي، د واک چارې بيا د هغو لخوا ور وسپارل شي، چې په پايله کې يې اداري فساد، د قدرت جزايرو، لنډغريزم او نورو کړنو ته لارې هوارې او افغانستان د سیمې او نړۍ د قوي هيوادونو د رقابتي سياليو په ميدان بدل شي، کوم چې تير شل کاله بدل شوی وو.
ویانا کې نن کرۍ ورځ د اسلامي نظام او د افغان ولس پروژي دښمنانو په دې بحث کوو، چې څنګه سره متحد شي او يو داسې ادرس رامخته او رامنځته کړي، چې نړۍ یې ملاتړ وکړي او د افغانستان اسلامي نظام په وړاندې يې په هره برخه کې ملاتړ ترسره کړي.
خو دا د قومي تعصباتو، خون خوړیلو او پردیو پروژيو اشخاصو او روزل شويو د ويانا په ننۍ غونډه کې هم په دې بریالي نه شول چې يوه مشخصه اجنډا باندې بحث ترسره کړي، چې د ناستو پايلې يې موثريت او اغيزمنتيا ولري.
داسې استفراق شوي سياسون چې په تيرو دريو کلنو کې د ناستو ګډې اجنډا، يوې مشخصې اعلاميې او واحد دريځ ته نشې رسېدلای، نو څنګه به دا خلک بيا په ګډه افغانستان ته کار، ولس ته خدمت، د سیمې او نړۍ هيوادونو په وړاندې د ولس په ګټه ستراتيژي او پاليسي جوړونه وکولای شي؟
معلومه خبره ده، چې دوی واک او قدرت طلبي لپاره هرې روا او ناروا کړنې او معاملې ته چمتو دي، دوی چمتو دي چې هر ډول حالت له خپلو بادارانو سره ومني، خو چې باداران او د نړۍ نور هيوادونه يې افغانستان ورانونې او افغان وژنې په خلاف ورسره مرسته وکړي.
دوی د افغان ولس لخوا استفراق شوي سياسون دي، دوی د تاريخ تورې څهرې دي او همدارنګه دوی د تيرو کړیو وحشتونو، ظلمونو او لنډغريو په کولو سره د ولس په مینځ کې ځای نه لري او ولس په هيڅ صورت حاضر نه ده چې دوی بيا خپل رهبران او مشران ومني.
په تيرو دريو کلنو کې د شر او فساد ډلو هغو نظامي تبليغاتو ته چې زير شي، چې د افغانستان د واحدې جغرافيايې يوه لوېشت خاورې باندې هم واک شتون نه لري او ولس هم ترې متنفر دی، نو بيا هم ويلای شو چې دوی د افغان ولس لخوا استفراق شوي سياسون وو، دي او تل تر تله به وي، د دوی تاريخ پای ته ورسېد.