Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»د ولس په وړاندې د امرالله صالح شومې موخې
    راز

    د ولس په وړاندې د امرالله صالح شومې موخې

    صابر افغانصابر افغان22 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوریت د ملي امنیت د بدنامې او جنایتکارې ادارې مشر، د سي آی اې جاسوس او د خيالي مقاومت په نوم ډلې د رهبرۍ غړي امرالله صالح چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې مېشت دی؛ په افغانستان کې د جګړې د اور بلېدلو لپاره د خلکو هڅونې او تېر ایستنې هڅې کوي.

    تازه هندوکش غږ د امرالله صالح هغه شوم پلانونه افشاء کړي، چې غواړي دیني عالمان، قومي مخور، د داخلي او بهرنیو مؤسساتو کارکوونکي او مدرسې په نښه کړي. که څه هم نوموړی او د هغه په څېر نور شریر عناصر د دې وس او توان نه لري چې له هېواد بهر دا ډول شوم پلانونه عملي کړي، خو دغه پلانونه د نوموړي مرموزه څهره، شوم پلانونه او په ولس کې د وېرې خپرولو موخې په ډاګه کوي.

    امرالله صالح چې خلک یې د یوې مرموزې، استخباراتي او جاسوسې څهرې په توګه هم پېژني، د پرځېدلې جمهوریت پر مهال یې پر بېلابیلو موقفونو کار وکړ، تل یې د عامو افغانانو د وژنې، ډار او وېرې خپرولو، پر ملکي اهدافو او عامه ځایونو د بریدونو، د علماوو او قومي مشرانو د هدفي وژنو او همدا راز د ده تر لاس لاندې زندانونو کې د سختو او بشر ضد شکنجو او ربړونو چارې پر مخ وړلې، د خپلو جنایتونو له امله مشهور شوی او له عامو وګړو سره یې د جنایاتو زرګونه نمونې شته.

    کله چې د ملي امنیت په نوم د بدنامي ادارې مشر و، زرګونه عام او بې ګناه افغانان یې په یوه او بل نوم په زندانونو کې اچول، سختې شکنجې یې ورکولې، ځینې خو یې ترې تم کول هم او ځینو نورو تر سختو شکنجو لاندې ساه ورکول. د دې ترڅنګ یې په کلیو او بانډونو کې له امریکايي او نورو بهرنیو اشغالګرو ځواکونو سره اوږه پر اوږه ستر جنایتونه وکړل، اشغالګرو د ده په غوښتنه او اطلاعاتو ودونه، جنازې او نورې عامې ولسي غونډې بمبارد کړې، جوماتونه، ښوونځي او مدرسې یې پرې ورانې کړې او ګڼ شمېر نور جنایتونه یې هم وکړل.

    تر دې ورهاخوا پرځېدلي جمهوریت په وروستیو کې، کله چې لومړی مرستیال شو، بیا یې د بهرنیو استخباراتي ادارو په مټ د دیني علماوو، مخورو، قومي مشرانو، خبریالانو او نورو نوموتو کسانو د وژنې او ترور لړۍ روانه کړه، خو پړه به یې پر طالبانو اچول. همدا راز د تېرې استخباراتي ادارې د معلوماتو له مخې د داعش تر نوم او عنوان لاندې پر کابل پوهنتون برید، پر روغتونونو او نورو عامه ځایونو بریدونه هم نوموړي پلان کړي وو. پر دې شومو کارنامو سربېره، امرالله صالح په افغانستان کې د مېشتو قومونو او پرګنو ترمنځ بې اتفاقیو او تفرقو ته هم پراخه لمن ووهل. اوس چې له هېواده تښتېدلی، بیا هم د ولس او عامو افغانانو په وینو نه دی موړ او لاهم د دوی د وینې بهونې او وژلو شوم پلانونه په پام کې لري.

    پر دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو، ګذر وکیلانو، د ولس پر استازو، د مؤسساتو پر کارکوونکو او مدارسو د بریدونو پلانونه که څه هم ممکن نه دي، خو د افغانستان، افغان ولس او ملکي اهدافو په اړه د امرالله صالح، د هغه د همفکرانو، د دوی په نوم جوړو شویو ادرسونو، جبهو او ډلو شومې موخې یې په ډاګه کړې، دا یې بیا ثابته کړه چې له ولس سره د دوی تلپاتې دښمني پای ته نه ده رسېدلې.

    مخکینۍ مقالهشېرمحمد عباس ستانکزی: رسنۍ او ویاندويان د هېواد جدي اړتيا ده
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.