د الميادين پريس ټي وي د راپور له مخې د وينزويلا ولسمشر «نيکولاس مادورو» وايي د صهيونيستي اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو د امريکا او اروپا په لاس جوړ شوی شيطان دی.
غزه کې د وروستي کال له وحشتونو راپه دېخوا د صهيونيستي اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو د ګڼو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو په رسمي او غير رسمي غونډو او خبرو کې د شيطان، نسل وژونکي، ظالم، او په ګڼو نورو نومونو ياد کړی دی.