Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د ویانا ناسته؛ ناکام شعارونه، ناسم انتخاب او ازمویل شوې څهرې
    تورې څېرې

    د ویانا ناسته؛ ناکام شعارونه، ناسم انتخاب او ازمویل شوې څهرې

    صابر افغانصابر افغان19 فبروري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ازمویل شویو څهرو په پنځمه دوره ناسته کې ناکام شعارونه ورکول شول او د راتلونکې په اړه د ځینو څهرو له خوا ناسم انتخاب وشو؛ په دغه تبلیغاتي ناسته کې بیا هم له سرپرست حکومت سره د سولې په ځای، د جګړې د دوام شعارونه بدرګه شول.

    د آزادۍ جبهې مشر یاسین ضیاء چې د افغانستان د تېر حکومت په پوځ کې یوه ازمویل شوې او ناکامه څهره ده، د ویانا ناستې په څنډه کې یې د سرپرست حکومت پر چارواکو د بندیزونو د لګولو ترڅنګ، د جګړې د دوام شعارونه ورکړل او پر ځینو هغه څهرو چې په همدې ناسته کې یې هم ګډون درلود، د نوم له اخیستلو پرته مخاطب کړل او زیاته یې کړه، چې ځینې څهرې له طالبانو سره د سولې په اړه ناستو باندې د جګړې مشروعیت زیانمنوي.

    یاسین ضیاء په خپلو څرګندونو کې د سرپرست حکومت د مخالفو ډلو ترمنځ پر سیاسي یووالي هم ټینګار کړی او د خپلو خبرو په دوام کې یې ویلي، چې د هیڅ هېواد له ملاتړ پرته به بیا هم جګړه دوام مومي. په داسې حال کې چې د طالبانو مخالفیو سیاسي او نظامي ډلو څو ځله د اتحاد رامنځ ته کولو لپاره هڅې کړي، خو ټولې هڅې یې ناکامې وې.

    بهر مېشتې ډلې ټپلې له هرې یوې انلاین او حضوري ناستې وروسته د یو نوي ائتلاف په اړه صلاح شوي، خو له جوړېدو وروسته د شدیدو خپل منځي اختلافاتو له امله بیرته پاشل شوي، هر یوه یې جدا مسیر انتخاب کړی او هر چا د خپلو ګټو لپاره بېلابیلې ډلې جوړې کړې دي.

    د ویانا ناسته هم د تېر په څېر د ازمویل شویو، تکراري او شړېدلو څهرو ناکامه راټولېدنه ده، په دغه ناسته کې د پخوا په څېر تبلیغاتي څرګندونې وشوې، د سولې په ځای د جګړې ناسم انتخاب وشو، هغه ناکام او نا مشروع شعارونه بدرګه شول، چې لسیزې یې هېواد له بدبختیو سره مخ کړی و.

    د ویانا ناستې ټوله تبلیغاتي بڼه د ګډونوالو له څرګندونو هم ښکاره شوه، دوی د افغانستان د قضایاوو په اړه د بنسټیز بحث په ځای، هغه تکراري څرګندونې وکړې او هغه ناسم شعارونه یې ورکړل، چې ولس یې له امله لسیزې ځورېدلی او اوس پکې د دغه شعارونو بدرګه کوونکي هم منفور شوي دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاذربایجان له ۱۳ کلن ځنډ وروسته دمشق کې خپل سفارت بیا پرانیستی
    راتلونکي مقاله د پرځېدلي جمهوريت د دفاع وزارت مرستيال تميم عاصي: طالبان د ويانا له هرې غونډې وروسته لا پیاوړي کېږي

    مربوطه لیکنې

    له ملي ګټو سره د امرالله صالح د دښمنۍ بل څرک

    22 جولای 2025

    پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه

    20 جولای 2025

    جعلي اتلان، تاریخي تحریف او د پخوانيو چارواکو د ځان ستاینې لړۍ

    19 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جولای 2025

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي

    د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د کېیف او مسکو ترمنځ د سولې درېیم…

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي

    22 جولای 2025

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،923 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.