لیکوال: عادل افغان
د روانې میلادي میاشتې په پای کې د قطر په پلازمېنې دوحې کې د افغانستان په اړه له مهمې نړۍوالې ناستې سره جوخت، له وطنه یو شمېر تښتېدلې، ناکاره، منفورې او رټلې څېرې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې راټولې شوې دي.
که څه هم دوی په ښکاره توګه ځانونه په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ ضد بولي او د دوی په خبره هڅه کوي، چې په افغانستان کې د شته امن او اسلامي نظام پر وړاندې خنډونه راولاړ کړي، خو په بهر کې له عیش او عشرت ډک ژوند، امکاناتو او مزو چړچړو دوی بیا هغه حالت ته رسولي چې هلته هم په ارامه نه شي ګرځېدلی.
د دې منفورو څېرو په سر کې د مسعود زوی دی، چې کوښښ کوي د څو فېسبوکي عکسونو او شعارونو له لارې ځان ستر سړی وښيي.
دا منفورې څېرې چې د هر یوه لاسونه یې د لسګونو او ان سلګونو افغانانو په وینو سره دي، ټوله ورځ په دې لټه کې وي چې څنګه وکولی شي یو ځل بیا هېواد ته د تباهۍ، جګړې، غلامۍ او اشغال هغه تورې ورځې او شپې بیا راولي چې نږدې څلور لسیزې ترې زموږ ولس وکړېد او دوی ترې د لنګې غوا په توګه ګټه واخلي، خپل جېبونه پکې ډک کړي او بنګلې پکې ابادې کړي.
دوی د تېرې ادارې پر مهال هم د اشغال په سر کې ولاړ وو، خپل وطن، ناموس او هر ارزښت یې د څو ډالرو او غلامۍ په بدل کې لیلام کړي وو او له دې لارې یې ځانونو ته له عیش او فحش ډک ژوند جوړ کړی وو.
دوی چې د قومي ټېکه دارانو په توګه هم پېژندل کېږي، به افغانستان کې د اشغال له ختمېدو سره یې لمن ورټوله شوه او ټول په ډېرې بې عزتۍ سره له هېواده وتښتېدل.
دوی دلته هر یوه ځان ته د اشغال په تورو پیسو او کاذبه ځواک سره پاچاهۍ جوړې کړې وې، هر ښار، هر ولایت او نږدې هرې ولسوالۍ خپل امپراتور درلود، پر عامو خلکو یې ظلمونه کول، باج یې ترې اخیست.
له وسله والو غلاوو او اختطافونو نیولې بیا تر هر لوی او کوچنی جنایت او جرم یې کاوه، چا یې مخه نه شوای نیولی، د اشغال د دوام لپاره هره بهانه او پلمه لټوله او توجیحات یې ورته جوړول، دغه راز د اشغالګرو له خوا پر شویو جنایتونو چوپ وو او ډېری وختونه به یې توجیه کول.
د اوسني اسلامي نظام په راتګ سره یې هغه ټولې امپراتورۍ ونړېدې، له لاسه ورکړې دبدبه او غرور یې لاپسې د زوال پر لور وکوچېد او اوس په بهر کې له بېکارۍ او بې مضمونۍ لګیا دي بهرنیان هڅوي چې یو ځل بیا په هېواد کې شته امنیت، ثبات او نظام ته ستونزې جوړې کړي، د خلکو اوسنۍ ارامي ترې واخلي او بیا اوبه خړې او خپل کبان پکې ونیسي، خو دوی له دې خبر دي چې د دوی دوران هماغه یو ځل وو چې ولاړ، دوی د پیپسې د بوتلو په څېر د اشغال د خدمت لپاره ګومارل شوي وو.
دا چې د اشغال پښې د تل لپاره ونړېدې، اوس نو دوی هم یتیمان شوي او هغه د غرور او دبدبې دوران یې د تل لپاره پای ته ورسېد.
دوی عام ولس او افغانانو یو ځل استفراق کړي، تر ټولو وړاندې به د دوی پر ضد عام ولس او خلک راولاړېږي او د شومو موخو مخه به یې نیسي.
د دې ترڅنګ بهرنیانو ته هم په افغانستان کې د عبرت داسې درس ورکړل شوی چې بیا به هېڅکله زموږ د ویاړلې خاورې د اشغال خوبونه ونه ویني، دوی لا څه چې ان راتلونکي څو نسلونه به یې د افغانستان د نوم په اورېدو په لړزه راځي، د دوی په تاریخ او ترمینالوژۍ کې د افغانستان د نوم ترڅنګ د امپراتوریو هدیره هم لیکلې ده، نو ځکه به بیا داسې تېروتنه ونه کړي.
اوسني څو غله او لنډغر هم چې په ویانا کې د کومې موخې لپاره راټول شوي، هغه موخه ډېره زړه، بې کاره او سولېدلې ده.
دغه رټل شوې او منفورې څېرې دې بیا د اشغال تر یوغ لاندې د هغې تېرې دبدبې خوبونه نه ویني، دوی اوس یوازې دوه انتخابونه لري؛ یو انتخاب یې دا دی چې د افغان ولس او اوسني اسلامي نظام غېږه پراخه ده، را دې شي وطن ته، له عمومي عفوې او شته امنیت او ثبات څخه دې د نورو تېرو چارواکو په څېر ګټه واخلي، خلک به یې پر تېرو کړو کارونو پرده وغوړوي، دوی دې توبه وکړي او دلته دې له دې وروسته د عزت ژوند وکړي.
دویم انتخاب دا دی چې د اوس په څېر همداسې لالهانده، ذلیله او له بې عزتۍ ډک ژوند ته دوام ورکړي، همداسې دې هره ورځ د نورو دروازې ټکوي او افغانستان ته دې د اور راوړلو لپاره ورته عذر زارۍ کوي، دا د دوی د بې عزتۍ او ذلالت وروستی حد دی، بیا به یې څوک دلته جنازې ته اهم اجازه نه ورکوي او لکه څنګه یې چې ټول ژوند په بې عزتۍ، ذلالت کې او پردي چوپړ کې تېر شو، همداسې به یې مرګ هم د بې عزتۍ وي؛ نو په پایله کې ویلی شو چې کوږ بار تر منزله نه رسېږي.
د دوحې ویانا ناستې دوې متفاوتې ناستې دي چې د دوحې ناسته د هېواد د ابادۍ، ښېرازۍ، عزت او د سیالانو ناسته ده، خو د ویانا ناسته د څو منفورو، استخبارتي مهرو، بې قومه او بې ولسه څېرو او رټل شویو کسانو ناسته ده چې نتیجه یې د پخوانیو دې ډول ناستو په څېر په ښکاره توګه بې ګټې او بې مانا ناسته ده، خو په دوحه کې به د افغان ولس د رښتینو استازو له خوا د نړۍ له استازو سره په زغرده ډغرې وهل کېږي، خپل حقونه به ترې غوښتل کېږي او د یوه سیال هېواد د استازو په توګه به له نړۍ سره پر کلیدي او مهمو مسایلو خبرې کېږي چې پایلې به یې هم مثبتې او د هېواد په خیر او فلاح وي.