د اتریش په ویانا کې د مقاومت جبهې، مقاومت شوری او ځینو نورو ډلو ټپلو غړي بیا ځل ور ټولېږي او د ویانا پنځمه ناسته کې به ګډون وکړي، دا ناسته د اتریش په ویانا کې د روانې فبروري میاشتې پر اتلسمه او نولسمه نېټه د پخوانیو تکراري څېرو تر منځ د افغانستان د وضعیت په اړه ترسره کېږي، دوی د دغه ناستې پر مهال په ځانګړې توګه “له طالبانو وروسته افغانستان” موضوع باندې بحث کوي.
د چارو شنونکي د ویانا پنځمه دوره ناسته هم ناکامه ګڼي، ځکه په دغه تبلیغاتي ناسته کې د افغانستان هغه تکراري، امتحان شوې، پلورل شوې او ناچله څېرې ور ټولېږي، چې په ولس کې منفور شوي او په هیڅ صورت یې نور د افغانستان د واکمنانو په توګه نه مني، خو دغه څېرې بیا هم له خپلو شخصي ګټو نه تېریږي او له هرې لارې هڅه کوي خپلې ګټې تأمین کړي.
د ویانا تېرې ناستې هم ناکامې پای ته رسېدلي دي؛ د ویانا څلورمه ناسته د سیاسي څېرو تر منځ د جون پر دېرشمه او د جولای پر اوله ترسره شوې وه، هغه مهال دوی د دوحې درېیمه ناسته د طالبانو د استازو په فرمایش، یو طرفه ناسته ګڼلې و؛ په اصل کې د ویانا ناسته د دوحې درېیمې ناستې د چلینجولو په موخه جوړه شوې وه، ځکه د دوحې ناستې ته تر یوه اونۍ کم وخت پاتې و، اوس چې د دوحې څلورمه ناسته هم په راتلونکې کې جوړیږي، غواړي خپل نفوذ او کثرت څرګند کړي او له همدې تبلیغاتي ناستې په څو سټایلي انځورونو ځان د افغانستان د معضلې طرف وښيي او د دوحې په څلورمه ناسته کې حذف نه شي.
د ویانا په راتلونکې ناسته کې سل تنه سیاسیون، مدني فعالان او د سرپرست حکومت مخالفین ګډون کوي. د سرپرست حکومت بهر مېشتي مخالفین له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه هڅې کوي، چې خپل منځي اجماع رامنځ ته کړي، همدا راز د افغانستان د بیرته نیولو او په دغه هېواد کې د حکومتولۍ د نوې بڼې پر جوړولو او وړاندې کولو طرحې باندې بحثونه وکړي، خو هره ناسته بې پایلې پای ته رسېږي، یا هم د خپل منځي اجماع په ځای، په خپل منځي شخړو اوړي.
د ویانا په ناسته کې ور ټولېدونکي سیاسیون په دې عنوان چې په افغانستان کې د بحران د پای ته رسولو لپاره حل لاره وړاندې کړي، هر ځل یې طالبان د بحران عاملین ګڼلي دي، په داسې حال کې چې پر افغانستان د اشغالګرو په شتون کې د ویانا ناستې ګډونوالو دوه لسیزې واکمني لرل، د بې شماره امکاناتو په شتون کې یې بیا هم افغانستان له بحراني حالت څخه ونه ایست، بلکې همدا چارواکي د بحران د بقاء عاملین وو؛ اوس چې سرپرست حکومت واکمن شوی او بحران هم میراثي ورپاتې شوی، مخالفین یې د بحران لامل ګڼي، چې دا خورا یو غیر منطقي او له حقیقت لیرې تور ده.
د ویانا په ناستو کې د نورو تبلیغاتي څرګندونو ترڅنګ طالبان په دې هم تورنېږي، چې سولې ته غاړه نه ږدي او جګړه انتخابوي، په داسې حال کې چې بېلابېلو ډلو ټپلو د ۲۰۲۱م کال له اګست راپدېخوا بیا د طالبانو په وړاندې د وسلوالې مبارزې اعلان کړی، د سولې له فرصت یې استفاده ونه کړل او جګړه یې انتخاب کړل، خو بیا د خپل انتخاب پړه پر طالبانو ور اچوي.
قراینو، اعلامیو او څرګندونو ته په کتو، د ویانا ناستې تنها د سرپرست حکومت په وړاندې بې پایلې تبلیغاتي هڅې دي؛ نه به د ویانا ناستې ګډونوالې ډلې له انزوا وباسي او نه به ملاتړ ور جلب کړي، ځکه د دوی هره ناسته، مجمع، ډله او هڅه په اختلاف پای ته رسېدلې او له انشعاب سره مخ شوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.