لیکوال: اېمل پښتون
د اسلامي امارت په راتګ سره ټول پخواني چارواکي او سیاستوال اروپا او نورو هیوادونو ته ولاړل او افغانستان یې پرېښود.
دغه پخواني چارواکي او سیاستوال چې له هېواده وتلي، دا ځل د اتریش په پلازمېنه ویانا کې راټول شوي او د یوه شخصي څېړنیز مرکز په ودانۍ کې یې غونډه کړې ده.
دا هماغه تکراري مخونه دي.
دوی د ویانا په درېیمه غونډه کې ویلي وو: (چې څلورمه غونډه به تر يو پراخ چتر لاندې جوړېږي)، فکر کوم له پراخ چتر څخه یې د یوه شخصي څېړنیز مرکز ودانۍ مطلب وه.
چې هلته پرته له مېزونو یو نفري څوکیو شتون درلود او له پایزارخانې څخه دوه کوچني مېزونه راوړل شوي وو، یو هم د فروجکټور لپاره او بل د محقق لپاره، د څښلو اوبه هم نه وې، چې د دوی له غاړې د شرابو بوی شکم ته یوسي.
داسې شوخ هلکان او نجونې یې په یو صنف کې سره راټول کړي وو، چې د درس لومړی ساعت د ټولګي په نظم باندې تېر شو، پوچ او بې کماله شاګرد رحمت الله نبیل غیری حاضر وو، د درسي موادو په لړ کې ټولټال درې چپترونه چاپ شوي وو، چې د مخې په صف کې زرورو زده کوونکو چور کړل؛ دا د مور او پلار ازار وهلي ټول له افغانستانه جبري سی پارچه شوي دي؛ له سخت مشکل سره لاس او ګرېوان دي. ستونزه دا نه ده، چې د احمقانو شمېر زیات دی، مګر ستونزه یې په نامناسب وېش کې ده.
د اسلامي امارت عمده او پرچون مخالفان، چې څوک یې په یوه روپۍ هم نه اخلي؛ هغه ټوکه ورباندې شوې ده، چې وایې: اوبه په کابل کې دي خو دوی پرتوګ په پېښور کې ورته ایستلی دی.
خلک دې په دې پوه شي، چې له دوی سره ناسته خلک سپکوي او تاريخي پېغور په میراث درته پرېږدي. نور له دې منفورو څهرو څخه د شرق او غرب استفراق راځي.
نور نو بې مغزو مردار خېټی، چې د پلار او یا نيکه یا خپلې غلا او جنايت له کبله شتمن شوی؛ پر نورو وياړ نه شي پلورلی.