لیکوال: ابوعثمان غزنوي
پر افغانستان د اسلامي امارت بشپړ حاکمیت او د امریکایانو، ناټو، او داخلي لاسپوڅو یې تاریخي او له شرمه ډکه ماته، کومه تصادفي پېښه او خبره نه وه؛ دا ټولو ته څرګنده ده، که امریکایان، ناټو او ټلواله یې په افغانستان کې تر نظامي فشار لاندې نه وای راغلي، نو هېڅکله به دې ته چمتو نه وو، چې له افغانستانه ووځي.
امریکایانو او ملګرو یې په لومړي سر کې خو دې پایلې ته رسېدلي وو، چې نور افغانستان د دوی په قباله کې دی او داسې کوم نړۍوال او سیمه ییز ځواک نشته چې پر افغانستان د دوی واک، اختیار او استعمار وننګوي؛ خو د اسلامي امارت د مدبرو مشرانو، میړنیو او اتلو مجاهدینو او د الله تعالی په نصرت سره، د امریکایانو او متحدینو یې دغه خوبونه او ارمانونو په اوبو لاهو او داسې ورځ هم راغله، چې دوی ټول له افغانستانه په منډه شول، او خپل لاسپوڅي یې د اسلامي امارت د مجاهدینو ترحم ته پرېښودل.
د اسلامي امارت دغه ستره بریا او د امریکا او متحدینو یې له شرمه ډکه ماته، کوم تصادف نه دی او نه هم سلیم عقل دا مني، چې امریکایانو او ناټو چې په میلیارډونو ډالره یې دلته خاورې کړل او په زرګونه ځوان سرتېري یې دلته قرباني کړل، بیا په دومره اسانۍ له دې ځایه په خپله خوښه ولاړ شي.
په واقعیت کې امریکایانو د افغانستان د اشغال لپاره، د پیړیو پېړیو په موخه خپل پلانونه چمتو کړي وو، چې ژوندۍ بېلګه یې دلته د دایمي اډو جوړول او له خپلې لاسپوڅي ادارې سره د امنیتي استراتیژیک تړون لاسلیکول وو.
په دغه مادي نړۍ کې انسان یو ډول فکر کوي او یو ډول اراده لري، خو د کایناتو رب او مدبرالامور په خپل قدرت سره د انسانانو په ځانګړې توګه فرعون صفتو زبرځواکو په ارادو کې په مداخلې سره، هغوی ته ښيي چې د دوی زور او قوت د الله تعالی د ارادې په مقابل کې هېڅ هم نه دی، بې له شکه د الله تعالی اراده دا وه چې د شلمې پیړۍ د پای او د یووېشتمې پیړۍ د پیل فرعون هم دلته افغانستان کې غرق شي.
په دې توګه امریکایانو او ورسره ملګرو یې، دلته خپل ټول پوځي، سیاسي او اقتصادي زور وازمایه، ترڅو د اسلامي امارت مقاومت مات او د خپل اشغال دوام ته زمینه برابره کړي.
اسلامي امارت په داسې حال کې، چې نږدې ټوله کفري نړۍ او په نوم یو شمېر اسلامي هېوادونو او په کور دننه په اصطلاح ټولې سیاسي او نظامي ډلې ټپلې او جریانونو په مقابل کې یې ولاړ وو، خو له خپلې برحقې داعیې څخه چې د افغانستان خپلواکي، سرلوړي او ازادي وه، یو انچ په شا نه شول او په پوره ژمنتیا سره یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.
صلیبي لښکر د اشغال په موده کې، د اسلامي امارت په وړاندې له ټولو پوځي، سیاسي، دیپلوماتیکو، استخباراتي، شیطاني او اقتصادي حربو او ابزارو څخه کار واخیستل؛ حتا په وار وار د اسلامي امارت د مجاهدینو په صفونو کې د تفرقې او نفاق اچولو هڅې وکړې، د طالب او مجاهد په نامه د اربکیانو کرغیړنه سلسله یې رامنځته کړه، د داعشي خوارجو خطرناکه توطیه یې جوړه کړه، د اسلامي امارت د مشرتابه حلقې مشران او مسوولین یې په شهادت ورسول، بندیان یې کړل؛ د اسلامي هېوادونو له ادرسه یې پرې فشارونه راوړل او دې ته ورته له خپلو ټولو امکاناتو څخه یې ګټه پورته کړه، خو اسلامي امارت صف او قوت نه یوازې کمزروی نه شو، بلکې لا پسې مضبوط او غښتلی شو، تر دې چې د الله تعالی په مرسته په افغانستان کې د دوی او د دوی د مفسدو او لاسپوڅو لارویانو انجام داسې شرموونکې ماته شوه، چې تراوسه په نړۍ کې هېڅ فرعوني زبرځواک یې نه ده تجربه کړې؛ په پایله کې صلیبي اشغالګرو په افغانستان کې مات شول.
اسلامي امارت مشرتابه په پوره زغم او حوصله مندۍ لاسپوڅو ته یې د عمومي عفوې اعلان وکړ، خو زموږ دغه قسم خوړلي دښمن او لاسپوڅي یې له شرم ډک برخلیک څخه عبرت وانه اخیست؛ لاهم د بېلابېلو توطیو او دسیسو په لټه کې دی.
د همدغو شومو توطیو په لړ کې، یوه هم د ویانا غونډه ده؛ چې د یو شمېر بهرنیو استخباراتي کړیو په اشاره، په افغانستان کې مات شوي، تجربه شوي، یو شمېر فاسدې څېرې پرون پکې راټول شوي وو، ترڅو د افغانستان په اړه بحث وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درې نیمو کلونو کې، کله چې د اسلامي امارت واکمني په افغانستان کې راغلې، دوی د نظامي هڅو سره سره، دې ته ورته نورې هڅې هم کړې وې، خو هېڅ پایله یې نه لرله.
په دغه غونډه کې راټول شوي څېرې، ټول هغه کسان دي، چې د اسلامي امارت په وړاندې یې په وار وار خپل زور ازمویلی، خو له ماتې او شرموونکی برخلیک پرته بل څه یې نه دی ترلاسه کړی.
یو ځل تر امریکايي اشغال مخکې، اسلامي امارت سرسپارلو اتلانو دوی ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې او د افغانستان په اړه یې د دوی ټولې شومې توطیې ناکامې کړې؛ بیا د امریکايي اشغال پر مهال چې دوی ټول د صلیبي یرغلګرو بګیلان وو، د یرغلګرو پوره سیاسي، مالي، نظامي او استخباراتي ملاتړ له دوی سره وو، الله تعالی بیا دوی وشرمول، نن موږ او تاسې وینو، چې د نړۍ په لر او بر کې له ذلت ډکې شپې سبا کوي.
په هر صورت، د دغه غونډې کډونوال، سربېره پر دې، چې دلته دننه د ولسونو او خلکو ترمنځ هېڅ ځای نه لري، دومره ناپاکې، فاسدې او بې باورې څېرې دي، چې حتا پروني بادارانو یې هم اوس پرې باور نه کوي، یوازې د یکبار مصرف دستمال په توګه ترې ګټه اخلي.
بناءً نو ویلی شو، چې په دغه ترکیب دغسې غونډې او دې ته ورته نورې غونډې، هغه هم له هېواده بهر، یوه تبلیغاتي او پروژه يي هڅه ده، ترڅو یو څه ترلاسه شوي ډالر پرې هضم شي؛ که نه د دغه غونډې کډونوال لکه څرنګه چې مو مخکې ورته اشاره وکړه، په ډېر لوړ او اپدیټ شوي وضعیت، چې د نړۍ ټول زبرځواک قدرتونه یې تر شا ولاړ وو، و نه شو کړای له ځانه دفاع وکړي او د جمهوریت فاسد نظام د بقا سبب شي.
اوس چې هغه فاسده او د افغاني ټولنې له خوا استفراق شوې اداره عملا د تاریخ کندې ته سپارل شوې، نو د دوی دغه تبلیغاتي هڅې، د دوی د لا بې عزته کېدو او ذلیل کېدو پرته به کومه بله پایله و نه لري، ان شاءالله تعالی.