د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د يمن حوثيانو د صهيونيستي اسرائيلو په خاوره د لرې واټن ويشتونکو توغنديو پرمټ درې بريدونه کړي چې وروستی بريد یې د هايپر سونيک په نوم توغندي پر مټ د تل ابيب په نښه کول دي.
که څه هم د صهيونيستي اسرائيلو رسنۍ يوروشيليم پوسټ وايي چې توغندي په هوا کې خنثا شوي؛ خو حوثيانو د توغنديو په هدف د لګېدو خبر ورکړی دی.
پر غزه د صهيونيستي رژيم د تېري راوروسته د يمن حوثيانو تل په اسرائیلو توغنديز بريدونه کړي او بار بار یې اسرائيلو ته خبرداری ورکړی چې که په غزه کې روانه جګړه پای ته ونه رسوي نو د دوی له توغنديزو بريدونو به په امان نه شي.