Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د يوناما وروستۍ سروې ولې ناقصه وه؟
    لیکني

    د يوناما وروستۍ سروې ولې ناقصه وه؟

    صابر افغانصابر افغان27 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یوناما تېره ورځ يو راپور خپور کړی، چې پکې راغلي افغانستان کې څلور سلنه خلک د ا.ا.ا د رسمیت پېژندنې پلوي دي، يادې استازولۍ د رسمیت په دې اړوند د دوی په وينا ۳۲ ولايتونو کې له ۸۸۸ ښځو او ۶۶ نارينو پوښتنې او د نظر غوښتنه کړې ده.

    همدارنګه يادې استازولۍ وړاندې زياته کړې، چې افغانستان کې ۴۵ سلنه خلک له نړيوالې ټولنې غواړي چې د ښځو حقوقو او نورو موضوعاتو اړوند له ا.ا.ا سره خبرې او تعامل ترسره کړي.

    پورته سروې او ادعاوو ته په کتلو سره ليدل کېږي، چې يوناما يوه له خود ذاته او هغو منابعو سره له خبرو او د پوښتنو په استناد سروې ترسره کړې، کوم چې تېرو دريو کلنو کې دوی یې په استناد سره ناسم د ا.ا.ا خلاف راپورنه او معلومات نشروي.

    دوی د هيواد د ۳۲ ولايتونو يادؤنه کړې، د سروې يو اصل دا ده، چې ساحه به یې مشخصه او د پوښتونکو کسانو عمر، د تعليم، ژوند او نورو بيلابيلو برخو اړوند به يې هم معلومات شتون لري؛ خو دوی په دې برخه کې هيڅ داسې معلومات نه دي نشر کړي او يوازې ۳۲ ولايتونه د اعدادو په ذکر سره ياد کړي دي.

    دوی ادعا کړې چې ۸۸۸ تنه ميرمنو مو پوښتنه کړې، خو دوی نه دې ويلې کومې ميرمنې، د کومو سیمو او د ژوند د کوم ډول شرایطو درلودونکې؛ آيا هغه پروژي ۸۸۸ تنه یې یادې کړې دي، کومې چې تمنا پرياني او نورو په شان د هرې لوبې په ترسره کولو د دې په لټه کې دي، چې افغانستان څخه ووځي او د غربي نړۍ د ډيموکراسۍ او ازادۍ جامعې کې ځانونه مدغمې کړي؟دوی د رسمیت پېژندنې او داسې نورو مسائلو اړوند ولې د رسنیو او د هيواد له هر قشر پوښتنه نه کوي، که په واقعيت سره د دوی د سرویو ترسره کولو واقعي حق اداء کوي؟په دې سروې کې بل تضاد دا ده، چې د ټولنې د اکثريت مذکرې طبقې په ځای یې مؤنث قشر پوښتنلی دا په خپل ذات کې د دوی د سروې بطلان ده.

    دې پورته دلائلو او نورو ورته مسايلو ته په کتلو سره بيا په اثبات رسېږي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما لخوا له عقدې او خپل منحصر ديد په اساس راپورنه او سروې ترسره کېږي او د هيڅ ځمکني واقعيت څرګندوي نه کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاېتوپیا کې د ځمک‌ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۲۲۹ کسانو رسېدلی
    راتلونکي مقاله د افغان حکومت د سياسي ډګر يو بل ستر ګام؛ ترکمنستان د افغانستان شارژدافير ومانه

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جولای 2025

    تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې جوزا مياشتې د خپرو کړيو ارقامو له…

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025

    د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    21 جولای 2025

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025

    د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.