Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام دوام؛ عامې روغتیا وزارت تېر کال د هېواد په کچه مهم پرمختګونه لري
    افغانستان

    د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام دوام؛ عامې روغتیا وزارت تېر کال د هېواد په کچه مهم پرمختګونه لري

    عمران آغاعمران آغا17 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د عامې روغتیا وزارت مسئولینو، نن شنبه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

    د عامې روغتیا وزارت مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې، د پنځه کلن پلان چمتو کول، لابراتوارونو او تشخصیه کلینیکونو ته د اعتبار ورکولو مسودې چمتو کول او د تقنیني اسنادو درجه بندي ، ۳۴۸۹ روغتیایي کار کوونکو ته د فعالیت جوازونه ورکول، په ۳۴ ولایتونو کې بندیانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه، د ۱۰۵۶ قلمه مختلف النوعه درملو تایید، د ۱۵۰۶ نویو ډاکټرانو ثبتول او د طبي سرغړونو او شکایتونو ۱۴ قضیو ته رسېدنه؛ په تېر کال کې د روغتیا وزارت د عمده فعالیتونو په توګه یاد کړل.

    د وزارت مسئولینو زیاته کړه، چې په ټولو خصوصي انسټیټوټونو کې د درسي نصاب معیاري کول، درې کلونو ته د قابلګۍ د دوه کلنې دورې لوړول، د طبي علومو په خصوصي انسټیټوټونو کې د ۲۷۶۴۲ تنه محصلینو شاملول، د روغتیا برخه کې ۶۲۰۳۱ تنو ته د تربیتي پروګرام جوړول او د طبي علومو له انسټیټوټونو څخه د ۱۶۰۸ تنه محصلینو فراغت؛ په تېر یوه کال کې د وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.

    د مسئولینو په وینا، په تېر کال کې د هیواد په کچه، د ۴۲۱۲ روغتیایي مرکزونو له لارې، ۸۷۹۸۷۱۰ سراپا، ۱۹۸۶۶۵۰ داخل بستر، ۶۵۳۰۰ هیمودیالیز او ۳۱۶۱۴ سرطاني ناروغیو د درملنې خدمتونه وړاندې شوي دي. دغه راز د ۲۳۶۹۲ روږدو کسانو درملنه شوې او په هېواد کې د وروستیو زلزلو له امله ۲۲ زره زیانمنو ته هم روغتیایي او روان درماني خدمتونه وړاندې شوي دي.

    همدارنګه، ماشومانو ته د څه باندې ۸.۸ میلیونه ویټامین A کپسولو وېش، ماشومانو او زلمیو ته د ۱۵۵۷۳۴۴ فولیک اسید او اوسپنې ټابلېټو وېش، ماشومانو ته د ۱۸۶۱۲۲۱ مغذي پوډرو(MNP) وېش، په ۱۴ ولایتونو کې ۲۷۰۳۸ تنه راستنو شویو ته د واکسین تطبیق او درملنه، ۲۵۸۱۷۰ تنه کوچیانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او ۶۸۳۱ معلولینو ته د فزیکي تجهیزاتو برابرول؛ په تېر یوه کال کې د وزارت له نورو مهمو فعالیتونو څخه دي. 

    د وزارت مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې په تېر کال کې د واکسین د تطبیق کچه له ۶۵ څخه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې او په ټولیز ډول ۸۵۹۹۷۰ مېندو او ماشومانو ته واکسین تطبیق شوی دی.

    د مسئولینو د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې ۲۵۳۰۲ قلمه درملو او روغتیایي محصولاتو د واردېدو اجازه ترلاسه کړې، له کورنیو تولیداتو څخه ۲۳۱۶ قلمه درمل بازار ته وړاندې شوي،  د درملو د تولید ۱۵ فابریکو، د درملو د تورید ۱۵۱ شرکتونو او ۱۷۹ عمده پلورنځیو او ۲۴۶۸ فارمسسټانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.   

    همداراز، افغانستان د سیرومو د تولید برخه کې خودکفا شوی او په تېر کال کې یې په زیاته اندازه سیرومونه عربي هېوادونو ته صادر کړي دي. د دې تر څنګ، په تېر کال کې د هېواد په کچه، ۱۶۱۰ ټنه، تاریخ تېر درمل، روغتیایي او خوراکي محصولات هم له منځه وړل شوي دي.

    د روغتیایي خدمتونو له وړاندې کوونکو ۱۸۰ موسسو سره د همکارۍ تفاهم لیکونو لاسلیکول او د روغتیا سکتور کې د فعاله ۱۸۴ موسسو ثبتول؛ په تېر کال کې د وزارت له نورو اقداماتو څخه دي.

    د وزارت معلوماتو له مخې، د ولسوالیو په کچه د روغتیایي مرکزونو رامنځته کول، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت ښه کول، د جمهوریت روغتون تجهیزول، د ساري ناروغیو کنترول، د ماشومانو د فلج ناروغۍ له منځه وړل او د ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په لار اچول؛ په روان کال کې د روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

    مخکینۍ مقالهد اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معين د ازبکستان د ګرځندوی له وزير سره کتلي
    راتلونکي مقاله غزه کې د اوربند د مذاکراتو لومړۍ پايله؛ اسرايلو د ځمکني عملياتو د درولو اعلان کړی

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.