تحلیل
د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د بدلون پلوي کوي او تل یې د جګړو د پای ته رسولو خبره کړې ده. له افغانستان څخه د امریکا وتل، د یوکراین او روسیې جګړې ته د یوکراین له مداخلې پرته د حل موندلو هڅې او د ناټو د مالي ملاتړ پر کمولو ټینګار د ډونالډ ټرمپ د همدې پالیسۍ تسلسل دی.
د سرپرست حکومت پر مخالفو ډلو د نوموړي د سیاست اغېز:
د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ادارې ټول تمرکز د بهرنیو جګړو پر اختتام او د امریکا پر اقتصادي تعاملاتو راڅرخي. که څه هم د افغان حکومت مخالفې ډلې چې په رأس کې یې احمد مسعود، سمیع سادات، یاسین ضیاء، امرالله صالح او د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر نور اشخاص قرار لري، تر دې دمه د امریکا احتمالي ملاتړ ته د امید سترګې نیولې دي، مګر د ټرمپ ادارې له روانې پالیسۍ جوتېږي چې ښایي په افغانستان کې د یوې بلې جګړې قضیه د امریکا لپاره نور لومړیتوب ونلري.
که بیا هم یاد اشخاص په مکرر ډول د سرپرست حکومت پر ضد له ډونالډ ټرمپ څخه د مرستې غوښتنه وکړي، نو د ټرمپ احتمالي ځواب ممکن د هغه د پخواني سیاست او نظرونو پر بنسټ بناء وي. ټرمپ د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال له د اوسني سرپرست حکومت له چارواکو سره هوکړه وکړه او په دوحه کې یې د افغانستان د شل کلنې جګړې د پای تړون لاسلیک کړ، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په بشپړه توګه وتل، بین الأفغاني مذاکرات او له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ په وړاندې د ګواښونو مخنیوی پکې شامل و؛ ښایي هماغه پالیسۍ ته دوام ورکړي او د سرپرست حکومت پر ضد د جګړې ملاتړ ونه کړي.
تر دې دمه د افغانستان په تړاو د ډونالډ ټرمپ ځواب د نړۍوالو رسنیو او یو شمېر هغه کسانو چې غواړي افغانستان یوې بلې جګړې ته ورټېل وهي څرګند دی، د ټرمپ په وینا “موږ نور د افغانستان جګړې ته نه ورګرځو.” د نوموړي دا څرګندونه مخالفو سیاسي او وسلوالو ډلو ته ښکاره پیغام دی؛ یعنې امریکا د طالبانو پر ضد د نوې جبهې ملاتړ نه کوي، یا که یې کوي هم، نو ستر او څرګند ملاتړ به نه وي.
دغه راز که د مخالفو ډلو مشران تمه لري چې امریکا د دوی نظامي، مالي یا استخباراتي ملاتړ وکړي، نو د ټرمپ پورته خبره دا احتمال پوره کمولی شي. دا هم کېدای شي چې د طالبانو مخالفو ډلو ته دا پیغام وي چې د نظامي حل پر ځای سیاسي تفاهم يا له طالبانو سره جوړجاړي ته کار وکړي. د ټرمپ دوامداره نظر دا دی چې د امریکا حکومت باید پر خپلو داخلي مسایلو تمرکز وکړي، نه دا چې د نورو هېوادونو جګړو ته داخل شي.
سیاسي شنونکي او تحلیلګران ډونالډ ټرمپ یو نړۍوال سوداګر یادوي او په وینا یې که د سرپرست حکومت مخالفې ډلې له امریکا څخه د مرستې غوښتنه وکړي، نو ټرمپ به دا تحلیل کړي چې آیا دا معامله د امریکا لپاره ارزښت لري که نه!؟ که چیرته بیا هم مخالف اشخاص د داسې څه وړاندیز وکړي چې د امریکا لپاره اقتصادي یا ستراتیژیکه ګټه ولري (لکه طبیعي زېرمې، له سرپرست حکومت سره د چین او روسیې اړیکې کمزورې کول، یا د امریکا د استخباراتي ګټو لپاره همکاري) نو ټرمپ ښایي د محدود ملاتړ فکر وکړي. خو که دا مرسته یوازې د طالبانو پر ضد وي، نو ټرمپ ښایي بېپروا پاتې شي.
که بیا هم امریکا د سرپرست حکومت له مخالفو ډلو سره مرسته وکړي، ممکن پر طالبانو یې سیاسي او نظامي فشار هومره ونه اوسي، څومره چې طمعه کېږي، ځکه په افغانستان کې د مخالفو ډلو نشتون او د ولس سره یې د اړیکو ترینګلتیا هغه څه دي، چې سرپرست حکومت له دغه فشارو ژغورلی شي. هېره دې نه وي چې امریکا له ٢٠٢١م کال وروسته له سرپرست حکومت سره په مسلسل ډول تعامل جاري ساتلی، چې د همدې تعامل یوه برخه د دواړو لوریو ترمنځ وخت نا وخت د بندیانو تبادله یادېدلی شي.
دغه راز د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وخت ناوخت په کور دننه د ولسي ملاتړ خبره کوي، دا چې د دوی ولسي ملاتړ په هغه کچه وجود لري کوم چې ادعا یې کوي، له همدې امله ښايي د مخالفو ډلو په وړاندې د سرپرست حکومت نظامي غبرګون نور هم توند وي.
د چارو یو شمېر پوهان له سرپرست حکومت څخه له نړۍوالو سره د تعامل، رسمیت پېژندنې او یو شمېر نورو موضوعاتو په برخه کې د جدي ګامونو اخیستلو خبره هم کوي او په وینا یې، امریکا که څه هم نظامي مداخله نه کوي، خو ډېر کله د فشار په توګه ځینې غبرګونونه رامخکې کوي، چې لا له وړاندې یې باید پر حل کار وشي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.