لیکوال: اېمل پښتون
توند خویه او بې رحمه دوستم، چې نوم یې عبدالرشید د عبدالرحیم زوی دی. هغه د قزاق ازبک د جوزجان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې زیږیدلی دی، تر شپږم ټولګي پورې يې د خواجه دوکوه په لومړني ښوونځي کې زده کړې، کړې دي او په يوه بزګره کورنۍ کې رالوی شوی دی، له ماشومتوبه یې له ښوونځي وروسته له خپل پلار سره په ځمکه کې کار کاوه، په ۱۳۵۸ کال کې د شبرغان د نفتو او ګازو په اکتشافاتو کې د کارګر په توګه په دنده وګمارل شو، هغه د برمې په ټاور او څانګه کې درې کاله کار وکړ. څرنګه چې هغه ته خپلو همکارانو “دوستم” ویل، وروسته د هغه تخلص “دوستم” شو. په هغه وخت کې هغه د یو کارګر له خوا دیموکراتیک ګوند ته جذب شو.د دوستم په وينو او رګونو کې د خيانت او جاسوسۍ ماهيت اغښل شوی و، ترکیې، ازبکستان، قزاقستان، روسیې او امریکا د یو غلام نوکر، جاسوس او خروړي سپي په ډول استعمال کړ.ظالم او نوکر دوستم چې له ویسکي شرابو سره یې ځانګړې علاقه درلوده، په افغان اولس کې یوه متنفره او منحوسه څېره ده. لاسونه یې تل د ملت په وینو سره دي، وختونه وړاندې یې د یوه کور په نوکر جنسي تېری هم وکړ او همدارنګه خپلو کسانو ته يې امر کړی و، چې د پارلمان یو غړی تر وهلو ډبولو وروسته په جنسي توګه آزار کړي، د ایشچي موضوع خو رسنیزه، د ده او دې ده د پیرانو پر ټنډه تور داغ دی. دوستم هغه کس و چې د خپلې ملېشې په مرسته يې د (١٩٩٠م) کلونو په اوږدو کې کابل سخت وران کړ او ويې لوټه. ده په ٢٠٠١م سلګونه طالبان په کانتنرو کې تر ايسارولو وروسته تری تام او قتل عام شهيدان کړل. هغه طالبان درویشت کاله پخوا د یوہ تفاھم په نتیجه کې دوستم ته د نړیوال ضمانت او امریکا په منځگړیتوب تسلیم شوي و.دوستم ھغه مجاھدین چې تعداد یې د درې زرہ کسانو په شاوخوا کې و، په کانتینرونو کې بند کړل؛ ھغه مھال نه سور صلیب راغی، نه د عفوې نړیوال سازمان مداخله وکړہ، نه د بشر حقوقخیلو اعتراض وکړ.تسلیم شوي مجاھدین څه د آکسیجن د کمښت له امله په شھادت ورسېدل او پاته یې دوستمیانو په گولیو وویشتل.د امریکې په دې ھم زړہ یخ نه شو، رمز فیلډ د امریکا د ھغه مھال دفاع وزیر دوستم ته د وژل شویو کسانو د سوځولو امر وکړ! دوستم څه وسوځول او پر پاته جسدونو یې خاورې واړولې.ملا فاضل یې د جنگي مجرم په توگه امریکې ته وسپارلو خو د نړۍ ھیڅ حقوق پوہ له امریکې څخه په نړیوالو قوانینو کې د جنگي مجرم د تعریف پوښتنه و نه کړای شوہ. له امریکا سره يې پر افغانستان د حملې پر مهال لاس یو کړي و، دا هر څه د امریکا په اشاره تر سره کېدل، د بوش د ادارې او دوستم انډيوالي په یوه ګډه نقطه سره جوړېده، چې هغه د اسلام ضد مبارزه وه، د دوستم لاسونه د بې ګناه افغان نارینه وو، ښځو او ماشومانو په وینو رنګ شول. د واک او قدرت هوس دوی د ظلم او خیانت په لاره کې ودرول، په جبر او ظلم يې لاس پورې کړ او خپل مخالفت یې په وحشت، ډار او قتل سره څرګند کړ. هغه خلک چې دوی یې د ساتنې ادعا کوله، د دوی د واک وژونکې لوبه کې پیمال او د واکمنۍ لپاره د دوی د نه مړېدونکې لوږې په قربانګاه کې قرباني شول. د دوی د ظلمونو غږونه لا هم په افغانستان کې اورېدل کېږي، چې د دوی په تاریخ کې د تور څپرکي یو تور یاد دی. د دوی د اعمالو داغونه ژور دي، د هغو کسانو په زړونو او ذهنونو کې چې د دوی د ترور له واکمنۍ څخه ژوندي پاتې شوي دي، د درد او کړاوونو میراث دی، چې هېڅکله له مینځه وړل کیدی نشي، موږ باید هغه ژوندونه په یاد ولرو چې له لاسه ورکړل شوي، هغه ځورېدلې او ټوټه شوې کورنۍ په یاد ولرو چې لا هم د یو چا د راتګ خوبونه ويني او هغه خوبونه هېر نه کړو چې د دوی د بې رحمه تعقیب له امله مات شوي دي.لنډه دا چې د دوستم غلا، قتل، ظلم، زورواکي، جاسوسي او بې عزتي دومره دردونکې او اوږده ده، چې له مبالغې پرته باید د ده د ظلمونو کیسې په څو ټوکونو کې ولیکل شي.