د ټولګټو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا چې د میدان ورګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د شیخ اباد پل څخه د کابل ـ کندهار لوې لارې د قیر اچونې چارې پیلېږي، نو په همدې اساس به دغه لویه لار د دوو ورځو لپاره د ترافیکو پر مخ بنده وي.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې یاد لار به د دو شنبې ورځ د سرطان میاشتې له ۱۸ مې نېټې د مازیګر ۵ بجو څخه د چهار شنبې ورځ د همدې میاشتې تر ۲۰مې نېټې د مازیګر تر ۵ بجو پورې د بار وړونکو او مسافر وړونکو غټو موټرو پر مخ بنده وي.
یاد وزارت ویلي، چې بار وړونکي او مسافر وړنکي غټ موټر په دغه موده کې د کابل ـ لوګر لوې لارې تنګي څخه، چې بدیله لاره ده د تګ او راتګ استفاده وکړي.
دا چې د کابل ـ کندهار لویه لار په دې وروستیو زیاته خرابه شوې وه او موټر چلوونکي یې له ستونزو سره لاس ګریوان کړي و، د افغان حکومت لخوا په اساسي ډول بیا رغول کیږي.
په دغه لار موټر چلوونکي خوښ دي او وایي، چې د یاد سړک په بیا رغونې سره به دوی هم له ډیر ستونزو څخه خلاص شي او ورسره به د ډیرو ترافیکو پېښو د مخنیوي ترڅنګ به سفرونه هم را لنډ شي.