‏د لوړو زده‌کړو وزیر، شیخ نداء محمد ندیم له خپل مل پلاوي سره د تاتارستان کازان ۱۷م نړۍوال فورم په څنډه کې له جوړ شوي نندارتون څخه لیدنه کړې.

لوړو زده‌کړو وزارت وایي، دې نندارتون کې د هوايي فضا، پرمختللې ټېکنالوجۍ، نفت او ګاز، صنعتي تولیداتو او نورو بېلا بېلو برخو نړیوالو شرکتونو ګډون کړی و.

د یاد وزارت په وینا، ښاغلي ندیم له یاد شرکتونو غوښتي تر څو په افغانستان کې د لوړو زده کړو، ټېکنالوجۍ او اقتصادي پراختیا برخو کې پانګونه وکړي.

وزارت زیاتوي، چې د یادو شرکتونو استازو په افغانستان کې د پانګونې ژمنه کړې او د ګډو همکاریو او بېلا بېلو پرمختیايي پروژو د پلي کولو لپاره یې خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version