
د پاکستان د پوځي جنرالانو تاریخ له داسې تورو کارنامو څخه ډک دی چې د ولس د هیلو رڼا یې تل د خپلو ستراتیژیکو تېروتنو په تیارو کې ورکه کړې ده. دا د قدرت هغه مرکز دی چې د دولت رګونه یې د تېرې نیمې پیړۍ په اوږدو کې په خپلو ګوتو کې ټینګ ساتلي دي، نه د قانون درناوی ورته مهم دی، نه د ولس واک او نه د انساني ژوند حرمت. دغه جنرالان د سیاست په میدان کې داسې ګرځېدل او ګرځي لکه ټول هېواد چې د دوی شخصي ملکیت وي او په همدې ظالمانه انګېزه یې هر حکومت، هر ګوند او هر ولسي حرکت د خپل واک لپاره قرباني کړ.
د دوی د واکمنۍ تر ټولو تریخ اړخ هغه چلند و چې له عوامو سره یې د امنیت په نوم وکړ. قبایلي سیمې، خیبر پښتونخوا او بلوچستان د اوږدو کلونو لپاره د پوځي عملیاتو لابراتوارونه شول؛ د شک پر ځای ثبوت نه و، خو د خبرو پر ځای زور غالب و. کورونه خالي او ړنګ کړای شول، کورنۍ بې سرپرسته شوې، خلک بې ځایه او سیمه په دایمي درد واوښته. دا هغه برخه ده چې تاریخ به یې تر هیڅ توجیه لاندې و نه بښي، ځکه د یوې سیمې ټول نسل په وېره او بې باورۍ کې وساتل شو.
تر ټولو تراژیدي اړخ بیا د ورکو شویو کسانو قضیه ده، هغه ناتمامې کیسې چې هره ورځ د زرګونو کورنیو د فریاد برخه دي. خلک بې محاکمې، بې ثبوته او بې توضیح لادرکه شول، داسې چې نه یې دولت غږ اوري او نه عدالت. دا خاموش درد د پاکستان د تاریخ په منځ کې داسې دی لکه یو زخمي روح چې هېڅکله د ارام تمه نه لري. میندې د خپلو زامنو په طمعه ناستې دي او خپل رب ته فریاد کوي، ماشومان د پلرونو انتظار کوي، خو د قانون هغه دروازه چې باید د خلکو لپاره خلاصه وي، د دوی پر مخ تړل شوې ده.
د دغو جنرالانو سیاست یواځې د ولس پر کورونو غم نه دی ور اړولی، بلکې د دین په معاملاتو کې یې هم د مداخلې اوږد سیوری غوړولی دی. دین خوښوونکي یې د ریاست دښمنان ګرځولي او د هغوی خلاف هر عمل ورته د توجیه وړ او جائز ښکاري.
په همدې اړه د تازه بیلګې په توګه که د تحریک لبیک نومي جماعت سره چلند ته وګورو، نو خبره واضح کېږي چې دوی څومره د دین دښمنان دي، دوی دغه جماعت په دې جرم وځاپه چې د لبیک یا رسول الله نعره یې پورته کوله، د اسلامي نظام غوښتونکي وو، د اسلامي شعایرو توهین کوونکو ته د سزاګانو غوښتونکي وو او د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره یې د یووالي لپاره غونډې او لاریونونه ترسره کول. د دوی لسګونه کسان یې په خورا بې رحمۍ سره ووژل، سلګونه یې بندیان کړل او مشران یې لا هم ترې تم دي.
د سیمې په سیاست کې هم د دوی لاسوهنې د اوږدو شخړو، پراکسي جګړو او پرله پسې کړکېچونو سرچینه ګرځېدلې. د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې مداخله داسې یوه تېروتنه وه چې د نورو تر څنګ یې پاکستان ته هم درانه تاوانونه واړول. اقتصاد، تعلیم، امنیت او ولسي هوساینه د هغو پالیسو قرباني شوه چې نه یې اوږد مهاله ګټه لرله او نه یې ملي ثبات برابرولی شو.
په دې ټولو کیسو کې تر ټولو دردناک حقیقت دا دی چې د دې هر څه تر شا د یو څو کسانو شخصي غوښتنې، اقتصادي ګټې، سیاسي تسلط او د واک لیوالتیا ولاړه وه/ده. یو داسې رژیم چې تل یې د وینې تویولو لپاره بهانه لټولې، د بې ګناه خلکو په وژلو کې یې خپل مفادات لټولي. د تحریک لبیک له ځپلو نیولې تر ورکو شویو کسانو، قبایلي عملیاتو، سیاسي کودتاوو او سیمه ییزو مداخلو پورې، دا ټول د یوې داسې لارې نښې دي چې دغه هېواد یې له پرمختګ لرې وساته.
د تاریخ د قضاوت زور تل روښانه وي. هغه نظامونه چې د ولس د دردونو پروا و نه لري، اوږد عمر نه لري او په خپله د خپلو بنسټونو د نړېدو سبب ګرځي. د پاکستاني جنرالانو د ظلمونو دا اوږد باب ممکن د یو ملت د زخمونو د کیسې په څېر وي، خو په تاریخ کې هغه فصل دی چې د هیڅ پردې تر شا نه شي پټېدلی.

