Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پاکستاني حکومت او پوځ پر وړاندې د ولس د کرکې اوج!
    لیکني

    د پاکستاني حکومت او پوځ پر وړاندې د ولس د کرکې اوج!

    صابر افغانصابر افغان15 مې 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    د پاکستاني حکومت او پوځ له خوا پر خپل ولس او خلکو د ظلمونو د دوام په پایله کې، دا ځل د دغه حکومت تر کنټرول لاندې کشمیر کې عامو خلکو د حکومت، پوځ او پولیسو پر وړاندې بې مخینې پاڅون او لاریونونه پیل کړي دي.

    دا لاریونونه او پاڅونونه چې له نږدې یوې اونۍ راهیسې پیل شوي، کشمیریانو تر اوسه پکې د پاکستان یو شمېر سیمه‌ييزې حکومتي ادارې تر خپلې ولکې لاندې راوستي، لویې لارې یې بندې کړي، د پوځ او پولیسو لسګونه موټرونه او پوستې یې سوځولي، د پولیسو په ګډون، څو تنه پکې وژل شوي او لسګونه پولیس او د پاکستاني پوځ عسکر پکې ټپیان شوي دي.

    د پاکستان د ایجاد له پیله تر دې دمه پاکستاني پوځ او حکومت تل له عام ولس سره په نا اعلان شوې جګړه کې ښکېل دی، چې د همدې کشمکش په پایله کې ختيځ پاکستان په ۱۹۷۱ کال کې تر یوې سختې او خونړۍ جګړې وروسته له پاکستان خپله ازادي واخیسته او د بنګله‌دېش په نوم یې خپلواک هېواد رامنځته کړ.

    هغه مهال هم پاکستاني حکومت او پوځ د بنګله‌دېش له خلکو سره له ظلم او وحشت ډک چلند کاوه، ځوانان یې ورته وژل، په زندانونو کې یې اچول، دغه راز ښځې، ماشومان او سپین ږیري به یې ورته وهل او ټکول او له هر ډول انساني او اسلامي حقونو بې برخې کړي وو چې په پایله کې یې دوی هم له پاکستاني حکومت سره برخلیک ټاکونکې جګړه وکړه او خپله ازادي یې ترې واخیسته.

    اړینه خو دا وه چې پاکستاني حکومتونو او پوځ له هغې پېښې عبرت اخیستی وی او له خپلو خلکو او ولس سره نا اعلان شوې جګړه یې پای ته رسولې وای، خو داسې ښکاري چې هلته د ولس پر وړاندې هماغه ډول چلند روان دی او ان په ځينو ځایونو او شرایطو کې د ختیځ پاکستان یا بنګله دېش له خلکو سره شوي ظلمونه د اوسنیو هغو په پرتله هېڅ ښکاري.

    پاکستاني حکومت، د دغه هېواد پوځ او استخبارات همدا اوس په یاد هېواد کې د سندیانو، بلوڅانو، پښتنو او د دوی ترڅنګ نورو لږکیو پر وړاندې له خورا وحشت او بربریت ډک چلند کوي.

    د دغه هېواد پوځ له کلونو راهیسې زرګونه بلوڅان وژلي، لسګونه زره یې تري تم کړي، زرګونه نور یې په زندانونو کې شکنجه کوي، هلته له ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو سره له تاوتریخوالي، ظلم، وحشت او کرکې ډک چلند کېږي او ان د بلوڅ مېشتې سیمې یې له ځپلو ټولو لومړنیو امکاناتو، خدماتو او اړتیاوو محرومې کړې دي. د دې ترڅنګ په پاکستان کې له مېشتو پښتنو سره هم دې ورته کار روان دی.

    له څو لسیزو راهیسي د یاد هېواد پوځ او استخباراتو په لسګونو زره پښتانه د بلوڅو پر برخلیک اخته کړي، ډېره برخه یې وژلي، ځينې یې تري تم کړي، ځینې یې په زندانونو کې تر نامعلومې مودې پراته دي، له دوی سره د مور او میرې چلند کېږي، د دوی د قوم مشران او مخور په یوه او بل نامه ترور کوي، له ښوونځي، برېښنا، روغتون او د ژوند له لومړنیو او مهمو امکاناتو یې محروم کړي او دغه راز هره ورځ کورونه ورته ورانوي، له سیمو یې په زور وباسي، وژني یې او په زندانونو کې یې اچوي. د دې ترڅنګ په دغه هېواد کې مېشت سندیان هم له ورته برخلیک سره مخ دي.

    په پاکستان کې یوازینی قوم او سیمه چې د ژوند ښه امکانات ورته برابر دي، د چارو واګې یې په لاس کې دي، پوځ ورسره ولاړ دی، پولیس یې تر امر لاندې دي او استخباراتي ادارې یې په لاس کې دي، هغه پنجابیان دي.

    پنجابیان بیا هغه ظالم، وحشي، له دین او خدایه لېرې خلک دي چې تل یوازې خپل ځان مني او داسې فکر کوي چې نور باید ټول د دوی مرېیونه او غلامان وي، د همدې نشې له کبله یې د ټولو قومونو او ولسونو پر ضد مټې رانغاړلي او هڅه کوي چې د ځان لپاره یې تابع کړي. د پاکستان د حکومت، پوځ، استخباراتو، سیاسي او مذهبي جماعتونو او حزبونو دغه هېواد اوس عملاً د تجزیې پر یوې نازکې او خطرناکې پولې درولی دی.

    هلته کشمیریان ناخوښ دي او د حکومت پر ضد لاریونونه او پاڅون کوي، پښتانه پکې ناخوښ دي، د حکومت پر ضد راولاړ دي، بلوڅانو خو له کلونو راهیسې د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره وسله په اوږه کړې او هر ډول ګواښ یې منلی دی، د دې ترڅنګ هلته ټي ټي پي هم د دغو ظلمونو پر خلاف او په پاکستان د یوه شرعي او اسلامي حکومت د رامنځته کېدو لپاره سخته مبارزه او جهاد پیل کړی چې ورځ تر بلې ډېرې سیمې ولکه کوي.

    د دې ترڅنګ پاکستان په اقتصادي لحاظ هم په پورونو کې دومره ډوب شوی چې ان راتلونکي څو نسلونه به یې هم ادا نه شي کړلی.

    په سیاسي لحاظ هم پاکستان سخت منزوي شوی، څوک پرې باور نه کوي، څوک ورسره په ښه زړه نه تجارت کوي او نه راکړه ورکړه. له ګاونډیو هېوادونو سره یې هم اړیکې په سخت او ترینګلي حالت کې دي.

    له هند سره هره ورځ ګوته په ماشه وي، له ایران سره یې هم همداسې حال دی، له افغانستانه هم خوښ نه برېښي او ورځ تر بلې د خپلې ناکامۍ پړه پر افغانستان ور اچوي، له بنګله دېش سره خو یې معامله معلومه ده، بالاخره پاکستان اوسمهال له داسې حالت سره مخ دی، چې ځان ترې ورک دی، چارواکي او سیاسیون یې په اداري او اخلاقي فسادونو کې ډوب دي، پوځ یې هم له ورته برخلیک سره مخ دی، د ګاونډیو له سیالۍ لوېدلی، ولس یې مخ اړولی، سیاسي اړو دوړ پکې اوج ته رسېدلی او یوازې د امریکا لور ته یې سترګې نیولي چې ګوندې هغه به ورته کومه پروژه ورکړي، خو امریکا هم په نړۍ کې اوس څو ځایه داسې ښکېله ده چې ځان ترې نه شي را ایستلی.

    پاکستان اقتصادي، سیاسي او امنیتي کړکېچن وضعیت ډېر خراب کړ، خو له ولس سره یې د پوځ روانه دښمني به دا هېواد عملاً داسې تجزیه کړي چې د راټولېدو امکان به یې صفر شي.

    مخکینۍ مقالهاته دولتي بنسټونه له وزارتونو سره مدغم شول
    راتلونکي مقاله د پوځ و آی ايس آی د ظلمونو او غلاوو مقابل د ولسي لاريونونو لړۍ

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    د ايران تسنيم اژانس خبر ورکړی، چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوسۍ…

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.