د پاکستاني طالبانو غورځنګ په یوه خبر پاڼه کې محسن داوړ قضیې ته په اشارې لیکلي چې: «د پاکستان امنیتي ادارې ډېر ځله خپل ګوډاګي (لاسپوڅي) کسان د خپلو ځانګړو مقاصدو لپاره کاروي او کله چې نور ورته اړتیا پاتې نهشي، نو د هغوی د تصفیې او وژلو لپاره دا ډول جعلي امنیتي ګواښونه خپروي، ترڅو تور پر بل چا واچوي. دا وروستی تهدید هم ښکاره کوي چې امنیتي ادارې نور محسن داوړ ته اړتیا نه لري او غواړي چې له مخې یې لرې کړي.»
یاد غورځنګ زیاته کړې، «که چېرې موږ وغواړو یو څوک له منځه یوسو، نو په زغرده به یې اعلان کړو. د شا له خوا برید کول زموږ د افتخاري روایاتو خلاف کار دی.»
یاد غورځنګ همداراز، د پاکستان د استخباراتي او امنیتي ادارو هغه ادعا چې ګواکې افغان حکومت دوی ته د محسن داوړ د وژلو لپاره بودیجه ځانګړې کړې پروپاګنډ بللې او ویلي یې دي چې د دوی موخې معلومې دي.