شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستاني طالبانو غورځنګ مشرتابه پرېکړه کړې چې د کوچني اختر په مناسبت به د پاکستان د خلکو د خوښۍ لپاره درې ورځنی اوربند وي.د یاد غورځنګ ویاند محمد خراساني په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان په ټولو محاذونو کې پر خپلو ځواکونو غږ کړی چې باید د روژې میاشتې وروستۍ ورځ د کوچني اختر په لومړۍ او دوهمه ورځ هیڅ ډول اقدام ونه کړي.ښاغلي خراساني وړاندې خپلو ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې که « دښمن اقدام وکړي، باید له ځانه دفاع وکړي.»یاده دې وي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ دا مهال د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې فعال حضور لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي: هیڅوک دا حق نه لري، چې موږ ته ووایي چې څه شی ولرو او څه شی نه8 فبروري 2026
پاکستانۍ خبرياله غريده فاروقي: حکومت له چاودنې وروسته ډېر ژر د ځانمرګي بریدګر اړوند معلومات راټول کړل، دا معلومات ولې له برید څخه مخکې ترلاسه نه شول؟6 فبروري 2026