د پاکستاني طالبانو غورځنګ اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند پر پلویانو د پاکستاني امنیتي ادارو له خوا د شویو بریدونو په اړه غبرګون ښودلی.

یاد غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ کله چې وینه او قرباني ورکوئ نو په هغه لار کې یې ورکړئ په کومه لار چې د انقلاب راتلل یقیني وي.

یاد غورځنګ پاکستان کې یو شمېر پخوانیو زړه بوږنوونکو پېښو ته په اشارې سره ویلي؛ سوله ییزې مظاهرې پاکستان کې د پوځي جنرالانو د ظلمونو مخه نشي نیولی، د ظلمونو د مخنیوي یواځينۍ لاره د وسلې پورته کول او وسله‌واله مبارزه ده.

د اعلامیې په پای کې پاکستاني طالبانو غورځنګ له ولسونو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او خلک یې یو والي ته را بللي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version