
د پاکستاني طالبانو غورځنک په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې ځواکونو یې د خیبر پښتونخوا کورمې ولسوالۍ صدې سیمه کې تر لنډې جګړې وروسته د پاکستاني پولیسو یو مرکز نیولی.
په راپور کې راغلي، نښته کې دوه پولیس ټپیان شوي او پاتې نور نیول شوي و، چې وروسته د سیمې د مشرانو په ضمانت ازاد شوي دي.
د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویلي، له دې مرکز څخه یې ۲۳میله کلاشنکوفونه، ۳میله اېمجي-۱، یو میل دهشکه، یو راکټ سره د دولسو مرمیو، ۱۲ بکسې د کلاشنکوف او ۵۵ بکسې د ایمجي-۱ مرمۍ هم ترلاسه کړې دي.
وړاندې ویل شوي، چې دغه عملیات د اختر په مناسبت د دوی له خوا د اعلان شوي اوربند له پایته رسېدو وروسته ترسره شوي دي.
#هندوکشغږ

