د پاکستاني پوځ د ویاند شریف چودري وروستۍ څرګندونې چې په یوه خبري کنفرانس کې یې د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه وکړې، یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې ولې د پاکستان پوځ پرله پسې هڅه کوي خپله کورنۍ ناکامي د سیمې پر نورو هېوادونو وتپي!؟ دا ادعا چې په «افغانستان کې حکومت نشته» او یا دا چې اوسنی نظام «همه شموله نه دی»، نه یوازې له عیني واقعیتونو سره په ټکر کې واقع دي، بلکې د یو مسؤل پوځي موقف له معیارونو سره هم سمون نه لري. د بل هېواد د حکومت پر مشروعیت قضاوت کول نه د پوځ کار دی او نه هم د سیمې ثبات ته ګټه رسوي.
افغانستان دا مهال یو خپلواک هېواد دی، مستقل حکومت لري چې پر خپله ټوله خاوره بشپړ حاکم دی او د واحد امنیتي جوړښت تر چتر لاندې اداره کېږي. دا هغه واقعیت دی چې د تبلیغاتو او سیاسي فشارونو په وسیله نه شي بدلېدلای. د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله، نامسؤله څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول نه یوازې افغان ولس ته د منلو نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نور هم حساس پړاو ته بیايي. د مسؤلانه چلند تقاضا دا ده چې هر څوک د رسمي چوکاټ دننه خبرې وکړي، نه دا چې د بې منطقه تورونو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي فضا لا کړکېچنه کړي.
د پاکستاني پوځ دریځ د افغان حکومت د هغو مخالفو ډلو له روایتونو سره هم د پام وړ ورته والی لري چې له مودو راهیسې هڅه کوي، د بهرنیو لوبغاړو د ملاتړ جلبولو لپاره منفي انځور وړاندې کړي. دا همغږي هغه تأثر پیاوړی کوي چې ګواکې ځینې مخالف جریانونه او د پاکستان پوځ په ګډه د ځانګړو روایتونو د جوړولو او تقویت هڅه کوي. که دا تګلاره دوام وکړي، نو دا به د پاکستان لپاره یوه تاریخي تېروتنه وي، ځکه نه به یې په دغسې کړنو کورنۍ ستونزې حل شي او نه به افغانستان د داسې تبلیغاتي فشارونو له امله له خپلو ملي او اقتصادي پرېکړو تېر شي.
پاکستان دا مهال له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دی؛ د ټيټيپي فعالیتونه، د بلوڅ بېلتونپالو بریدونه او دوامداره ناامني هغه مسایل دي چې ریښې یې د پاکستان په کورني سیاست، امنیتي تګلارو او ټولنیزو نابرابریو کې دي. دا ستونزې د «بهرني» دښمن په جوړولو نه حل کېږي. تاریخ ښودلې چې د ملامتۍ پړه پر نورو اچول یوازې د ناکامیو د پټولو لنډمهاله هڅه ده، نه د حل هغه لاره چې پاکستان ته دې امن راوړي.
که د پاکستان پوځ د قومونو د ونډې او مشارکت موضوع راپورته کوي، نو دا بحث باید لومړی د پاکستان له دننه پیل شي. له همدوی دې پوښتنه وشي چې پښتانه خو د پاکستان لویه برخه جوړوي، نو د پاکستان په اوسنۍ کابینه کې څو پښتانه وزیران شته؟ په پارلمان کې د پښتنو، بلوڅو او نورو قومونو استازیتوب څومره اغېزمن دی؟ ولې پوځي عملیات، ډرون بریدونه او سخت امنیتي اقدامات تر ډېره یوازې په قبایلي سیمو کې عملي کېږي، خو په نورو ایالتونو کې ورته تګلاره نه تر سترګو کېږي؟ دا دوه ګونی معیار او چلند پخپله، په پاکستان کې د بې ثباتۍ او بې باورۍ یو مهم عامل دی.
په افغانستان کې د «نامسؤله وسلوالو» د پټنځایونو، د شتون ادعا هم له ښکاره تضادونو ډکه ده. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ – راتګ لارې له میاشتو راهیسې تړلې دي، ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني پوځ تر سخت څار لاندې ده او وسلوال بریدونه هم د پاکستان دننه ترسره کېږي. دا چې هلته وضعیت همداسې دی، نو بیا دې پوښتنه ترې وشي چې بریدګر څنګه او له کومې لارې پاکستان ته ځي؟ ولې لا هم افغانستان ته منسوبېږي؟ دا ډول ادعاوې له منطقي او امنیتي پلوه د منلو وړ نه دي.
د داعش په اړه د پاکستاني پوځ څرګندونې هم له واقعیت سره سمون نه لري. په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې د دغه ډلې له خوا هیڅ خونړی برید نه ده ترسره شوی. برعکس، د داعش د ځینو نیول شویو غړو اعترافات چې رسنیو خپاره کړي، څرګندوي چې د دې ډلې مشرتابه او روزنیز مرکزونه د پاکستان دننه فعال دي او له هماغه ځایه ځينې خوارج افغانستان ته د بریدونو لپاره را لېږل کېږي. دغه اعترافاتو له هماغه وخته جدي پوښتنې راپورته کړي دي؛ د دې پر ځای چې پاکستان پر افغانستان پړه واچوي، باید د دغه اعترافاتو منطقي ځواب ورته ووایي.
پاکستان دې پوه شي چې د دغه هېواد او سیمې ثبات د پاروونکو څرګندونو او تبلیغاتي سیاستونو له لارې نه تأمینېږي. پاکستان که غواړي له خپلو امنیتي او سیاسي بحرانونو ووځي، باید د حقیقت منلو جرأت ولري او د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د مداخلې پر ځای د متقابل درناوي او مسؤلانه دریځ لاره خپله کړي. افغانستان یو خپلواک، باثباته او مقتدر هېواد دی او افغان ملت به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د نورو د ناکامیو قرباني شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.