په دې وروستیو څو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې اور یو ځل بیا بل شوی؛ د مؤثقو او باوري معلوماتو له مخې دا جګړه د پاکستاني پوځ د یوې ځانګړې کړۍ لهخوا رامنځ ته شوې ده، نه پاکستانی ولس او نه هم د دغه هېواد ملکي حکومت په دې جګړه خوښ دی. د پاکستان ډېری سیاسي او مدني څېرې هم د دې جګړې مخالفې دي او باور لري چې دا کړنې د دغه هېواد د ګټو پر ځای، د یو محدود نظامي قشر د موخو لپاره ترسره کېږي.
دا کړۍ هڅه کوي د کورنیو ناکامیو او سیاسي فشارونو د پټولو لپاره کړکېچ رامنځ ته کړي. له پاکستان سره له لومړنۍ نښتې او انقامي عملیاتو وروسته په لاهور کې د پوځ او پولیسو په ناتاره ډزو کې شاوخوا زرګونو ملکي لاریونوالو ته مرګژوبله واوښته، خو پاکستان د دغه ستر جنایت او فاجعې د پټولو لپاره بیا ځل پر افغانستان د بریدونو لړۍ پیل کړه، تر څو د ولس فکر جګړې ته واوړي.
له بلې خوا، د افغانستان حکومت د دې جګړې په وړاندې د خپلواکې دفاع حق لري، خو د دغه حکومت مشران هم په څرګنده وايي چې دوی د جګړې د دوام پلویان نه دي. دوی وايي، موخه یې د هېواد د حریم ساتنه ده، نه د یو اوږدمهاله او بېپایلې جګړې پيلول. دا دریځ ښيي چې افغان لوری د عقلانیت او زغم پر بنسټ عمل کوي او نه غواړي چې هېواد په یوه بله جګړه کې ښکېل شي.
د جګړې تر شا د پوځ دغه پټه کړۍ هغه ځواکونه دي چې د افغانستان او هند د اړیکو د نږدې کېدو مخالفت کوي. هغوی له کلونو راهیسې هڅه کوي چې افغانستان د یوې تابع سیمې په څېر وساتي او د خپل نفوذ د دوام لپاره هر ډول فشارونه وارد کړي. خو د افغانستان اوسنی نظام، چې د ملي حاکمیت د ساتنې شعار لري، دا ډول تګلارې نه مني او په مقابل کې یې د خپل استقلال دفاع اړینه بولي.
د پاکستان ولس، سیاسي ګوندونه او حتا یو شمېر متقاعد پوځي جنرالان هم د دې جګړې مخالف دي. هغوی په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې څرګنده کړې چې دا جګړه د دواړو ولسونو دښمني زیاتوي، اقتصادي اړیکې له منځه وړي او د سیمې د سولې فرصتونه له ګواښ سره مخ کوي. د دې غږونو زیاتېدل ښيي چې د پاکستان دننه هم د پوځ په کړنو بېباوري را منځ ته شوې ده.
د افغانستان حکومت او ولس او همدا راز د پاکستان ولس د سولې، ثبات او متقابل احترام غوښتونکي دي. د ستونزې اصلي ریښه هغه نظامي کړۍ ده چې د پټو موخو لپاره د جګړې ډګر تود ساتي. که د پاکستان ملکي حکومت او ولس په ګډه دا کړۍ مهار نه کړي، نو دا شخړه به نه یوازې دواړه هېوادونه، بلکې ټولې سیمې ته خطر پېښ کړي. د حل یوازینۍ لار رښتینی تفاهم، متقابل درناوی او د پاکستان د دغسې نظامي بریدونو مخنیوی دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.