Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د پاکستان او مقاومت جبهې وفادارې اړیکې
    افغانستان

    د پاکستان او مقاومت جبهې وفادارې اړیکې

    صابر افغانصابر افغان25 فبروري 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په پکتیکا او ننګرهار کې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر ملکيانو وروستي هوایي بریدونه یوازې یوه امنیتي پېښه، تېری او جنایت نه و، بلکې د افغانان د نېک نیت پر ضد یو دردناک اقدام هم و. هغه ماشومان چې د شپې په خواږه خوب ویده وو، هغه میندې چې د خپلو کورونو تر چت لاندې یې د امن هیله لرله او هغه سپین ‌ږیري چې یوازې د ژوند وروستۍ شېبې یې په سکون کې غوښتې، د پاکستاني الوتکو د بمونو ښکار شول او امن یې ترې واخیست. په داسې حال کې چې لا هم د قربانیانو خپلوان په ورکو شویو ښځو او ماشومانو پسې لالهانده ګرځېدل، تمه دا وه چې هر افغان، په ځانګړي ډول هغه ډلې او سیاسیون چې ځانونو ته یې ستر سیاسي القاب غوره کړي، د دې فاجعې پر وړاندې به روښانه او کلک مخالف دریځ نیسي.

    خو د دغه سیاسي جریانونو، په ځانګړي ډول مقاومت جبهې ځینو غړو او ملاتړو د دې جنایت د غندنې په ځای، د توجیه لاره خپله کړه. دوی د ټولنیزو رسنیو له لارې داسې انګېرنې خپرولې چې ګواکې بریدونه «هدفمند» وو او د پاکستان مخالف وسلو‌ال یې په نښه کړي دي؛ حتی ناسم نوملړونه لاس په لاس شول، څو دا روایت لا پیاوړی کړي. خو د پېښې له ځایه څرګنده شوه چې د برید اهداف مسجد او کورونه دي او قربانیان یې ملکي وګړي دي، خو د مقاومت جبهې ملاتړو له دې سره سره، د پاکستان جنایکار بریدونه وستایل.

    د ملکي تلفاتو په اړه د حقیقت تحریف یوازې سیاسي تېروتنه نه ده، بلکې دا د قربانیانو له کورنیو سره اخلاقي جفا او د خپل سیاسي تاریخ په لړۍ کې د یوې بلې تورې کرښې اضافه کول دي. د مقاومت جبهې غړو وښوده چې سیاسي رقابت د انسان تر ژوند لوړ ارزښت ورته لري او پر سر یې له هر چا سره معاملې ته تیار دي.

    هندوکش‌غږ څه موده وړاندې داسې معلومات خپاره کړي وو، چې د مقاومت جبهې غړي په ایران کې پر دوی د کړۍ د راتنګېدو له امله، د پټو توافقاتو په اساس پاکستان ته لېږدول کېږي او پوځي رژیم د ځینو خاصو موخو لپاره هلته ځای ورکوي. په دې وروستیو کې د پاکستان له جنایتونو د مقاومت جبهې د غړو دفاعي دریځونو دا معلومات بیا ځلي تائید کړل او ویې ښوده چې مقاومت جبهه له نورو هېوادونو تر ناهیلۍ وروسته د پاکستان غېږې ته پناه وړې او د ځان ساتنې په بدل کې د ټولو ارزښتونو پر سر هر راز معاملې ته چمتو دي.

    ستاسو په آند، آیا مقاومت جبهه پاکستان ته خپله وفاداري له افغان حکومت سره په دښمنۍ پټوي؟
    د پاکستان او مقاومت جبهې دوستي به تر کومه دوام وکړي؟
    آیا مقاومت جبهې تر ملي ګټو، پاکستان‌ پالي دریځ ته اولویت نه ده ورکړی؟
    آیا اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کول د استخباراتي تړاوونو د پالنې وسیلې کېدلی شي؟

    مخکینۍ مقالهخیالي یووالی؛ سیاسي – تبلیغاتي نمایش او ناکامې هڅې
    راتلونکي مقاله د پاکستان د پوځي رژیم نامشروع بریدونه او له هغوی د مقاومت جبهې دفاع

    مربوطه لیکنې

    بېړنی‌خبر

    11 اپریل 2026

    افغان ځواکونو پکتیا کې لسګونه میله قاچاق شوې وسلې نیولي

    11 اپریل 2026

    د پاکستاني رژیم له زندانونو ۸۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    11 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 11 اپریل 2026

    چين په راتلونکو څو اوونيو کې ايران ته د هوايي دفاع نوي پرمختللي سیسټمونه ورکوي

    سي این این امريکايي رسنۍ د خپلو باخبره استخباراتي سرچینو له قوله ويلي، چین چمتووالی…

    پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې ۲۰ پاکستاني کومانډویان هلاک او ټپیان کړي

    11 اپریل 2026

    پر پاکستاني رژیم د مذاکراتي پلاوو بې‌باوري؛ چین، روسیه، قطر، او سعودي د شاهدانو په توګه اسلام‌ اباد ته بلل شوي

    11 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    چين په راتلونکو څو اوونيو کې ايران ته د هوايي دفاع نوي پرمختللي سیسټمونه ورکوي

    11 اپریل 2026

    پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې ۲۰ پاکستاني کومانډویان هلاک او ټپیان کړي

    11 اپریل 2026

    پر پاکستاني رژیم د مذاکراتي پلاوو بې‌باوري؛ چین، روسیه، قطر، او سعودي د شاهدانو په توګه اسلام‌ اباد ته بلل شوي

    11 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،173 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.