Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پاکستان او مقاومت یووالی؛ تر کومې اندازې دوام کولی شي؟
    لیکني

    د پاکستان او مقاومت یووالی؛ تر کومې اندازې دوام کولی شي؟

    صابر افغانصابر افغان4 مارچ 2026څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له څه مودې راهیسې د پاکستان پوځي رژیم (هغه چې یو وخت د افغانستان د بدنامو ګوندونو او جبهاتو له لوري د لومړۍ درجې دښمن بلل کېده او ټولو به ځانونه د افغانستان په اړه د هغه له تورو سیاستونو پاک ګڼل) اوس د همدې ګوندونو د پناه یوازینی ځای ګرځېدلی دی. د دې ډلو پاتې لږ شمېر پلویان هم د همدې نامشروع رژیم د تبلیغاتي دستګاه په برخه بدل شوي دي.

    که څه هم د پاکستان او افغانستان د بدنامو ګوندونو ترمنځ دا همغږي او نږدې اړیکې کومه نوې پدیده نه ده او اوږده مخینه لري، خو دا چې اوس په ښکاره توګه ترې یادونه کېږي او آن ویاړ پرې کېږي، له شک پرته یوه نوې او تازه خبره ده، ځکه همدې ګوندونو د شل کلن جمهوریت په موده کې پاکستان د افغانستان تر ټولو ستر دښمن معرفي کاوه.

    د پاکستان او مقاومت په نوم جبهې ترمنځ دا یووالی او ټلواله که څه هم د ټولو لپاره د لمر په څېر روښانه ده، خو په دې وروستیو ورځو کې، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې داعش په اسلام‌ آباد کې د شیعه‌ ګانو پر یوې حسینیې برید وکړ، دا له انکار لیرې حقیقت لا ډېر روښانه او بربنډ شوی.

    هو! په اسلام‌ اباد کې پر شیعه‌ ګانو له برید څو ساعته وروسته، مقاومت جبهې هم د پاکستان په پلونو پل کېښود، د پړې ګوته یې افغانستان ته ونیوله او دا هېواد یې په یاد برید کې په لاس لرلو تورن کړ؛ په داسې حال کې چې بریدګر پاکستانی و او په حقیقت کې یې له بهر سره هېڅ ډول تړاو نه درلود.

    د مقاومت په نوم جبهې په داسې حال کې د تور لګولو دغه سیاست خپل کړی او د پاکستان د تبلیغاتي دستګاه په څېر له دمې پرته د خپلو بادارانو د ګټو خوندي کولو لپاره کار کوي، چې په افغانستان کې هېڅ استخباراتي اطلاعات او ولسي ملاتړ نلري؛ آن د دې هېواد له تر ټولو ساده پېښو هم ناخبره ده.

    خو پوښتنه دا ده چې دا تازه بربنډ شوی یووالی به تر کومه دوام وکړي؟ ایا دا شومه همغږي به لږ تر لږه له دواړو متحدو لورو څخه یو هم خپلو تورو موخو او ارمانونو ته ورسوي که نه؟ دا هغه پوښتنه ده چې د دې لیکنې په دوام کې به یې ځواب ووایو.

    له شک پرته ویلای شو چې د نن ورځې ډېری ټلوالې او تړونونه یوازې د شخصي ګټو د تأمین لپاره رامنځته کېږي. نو ځکه اړینه ده چې لومړی روښانه شي د پاکستان او تش په نوم مقاومت جبهې موخه له دې یووالي څخه څه ده او دواړه لوري یې له پایلو څه تمه لري.

    د پاکستاني رژیم هدف ټولو ته څرګند دی؛ د هغوی یوازینۍ غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې داسې حکومت واک ته ورسېږي چې پر نورو تکيه وکړي او سیاسي او اقتصادي خپلواکي ونه لري؛ کټ مټ لکه د جمهوریت پرځېدلی رژیم. ځکه په داسې حالت کې به پاکستان وکولای شي خپلې نامشروع غوښتنې د افغانستان د حکومتي دستګاه د ننه د خپلو غلامانو او لاسپوڅو له لارې عملي کړي.

    بل اړخ ته د مقاومت جبهه هم د دې یووالي په پایله کې د افغانستان د اوسني حکومت نسکورېدل غواړي؛ ځکه دا حکومت، پر دې سربېره چې د افغانستان د خلکو د ښې راتلونکې تضمین یې کړی، د سیاسي او اقتصادي مفسدینو لپاره د وژونکو زهرو په څېر ګڼل کېږي. همدا لامل دی چې د تش په نوم مقاومت جبهې د مشرانو او نورو ګوندونو لاسونه اوس له افغانستان څخه لنډ دي؛ نه د دې هېواد سرچینو او کانونو ته لاسرسی لري او نه هم د هېواد سیاسي فضاء له ککړتیا سره مخ کولی شي.

    بناءً؛ ویلی شو چې د پاکستان او مقاومت جبهې موخه په پای کې یوه ده، خو د دې لپاره چې پوه شو دا اتحاد به دوام وکړي که نه، باید دې ته وګورو چې ایا دوی کولای شي خپلې موخې(یعني د افغانستان د اوسني حکومت نسکورولو) ته ورسېږي او که نه؟

    د دې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي، چې د داسې حکومتي نظام نسکورول چې د خلکو له منځه راټوکېدلی، درد یې درک او د درملنې لپاره یې شپه او ورځ هڅه کوي، یوازې یوه ادعا نه ده، بلکې تجربې ښودلې چې نسکورول یې ناشوني دي. د بېلګې په توګه د افغانستان د اوسني حکومت لومړۍ دورې ته اشاره کولای شو؛ هغه مهال چې ویې وکولای شول د ګوندونو ترمنځ خونړۍ کورنۍ جګړې مهار او د افغانستان خلک له سترې بلا څخه وژغوري. په هغه وخت کې امریکا(که څه هم زبرځواک و) په یوازې ځان نه، بلکې له لسګونو ځواکمنو هېوادونو سره یوځای د دې حکومت د نسکورولو په موخه افغانستان ته د ننه شول، خو د شلو کلونو په تېرېدو سره، د بې‌ شمېره ځاني او مالي زیانونو له زغملو وروسته یې ماتې ته غاړه کېښوده او د شپې په تیاره کې یې تېښته تر پاتې کېدو غوره وبلله.

    اوس که د پاکستان او مقاومت جبهې ځواک د امریکا او نورو ځواکمنو هېوادونو له ځواک سره لږ پرتله کړو، په ډاډ سره ویلای شو چې پاکستان او مقاومت جبهه به شل کاله څه، آن شل ورځې هم دوام ونه کړي. که د داسې اقدام هڅه هم وکړي، تر هغې ژر به یې کار پای ته ورسېږي چې فکر یې کړی وي. ځکه د پاکستان اوسنی رژیم نه یوازې کافي پوځي توان نه لري، بلکې په خپل تر ټولو بد اقتصادي وضعیت کې ښکېل او دا مهال په میلیاردونه ډالر پوروړی دی؛ نو داسې یو ناتوانه رژیم به څنګه وتوانېږي چې له افغانستان سره په یوه خورا لوړ لګښت لرونکې جګړه کې ښکېل شي؟ بل لوري ته د هغه څنګلوری (مقاومت جبهه) هم په داسې حال کې د جګړې خبرې کوي چې د ټولنیزو رسنیو له څو مستعارو پاڼو پرته بل هېڅ څه په لاس کې نه لري.

    په پایله کې باید وویل شي، لکه څرنګه چې د دې ټلوالې موخه ناممکنه ده، نو لرې نه ده چې یوه ورځ دا اتحاد هم له منځه ولاړ شي. لکه د خواجه آصف په وینا چې امریکا له پاکستان څخه د تشناب د کاغذ په څېر استفاده وکړه، همداسې به پاکستان هم له مقاومت جبهې څخه د تشناب د کاغذ په څېر استفاده وکړي او بیا به یې لیرې وغورځوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهايران وايي تر اوسه یې خپلې خطرناکې وسلې نه دي کارولې
    راتلونکي مقاله د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر زیات شوی

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جیوپولیټیکي معادلې بدلون

    2 مارچ 2026

    د امریکا شین څراغ د پاکستان د زوال پیلامه ده

    1 مارچ 2026

    د پاکستان د پوځي رژیم نامشروع بریدونه او له هغوی د مقاومت جبهې دفاع

    25 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 4 مارچ 2026

    د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر زیات شوی

    ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت الله اصفي ويلي، چې د ایران د…

    د پاکستان او مقاومت یووالی؛ تر کومې اندازې دوام کولی شي؟

    4 مارچ 2026

    ايران وايي تر اوسه یې خپلې خطرناکې وسلې نه دي کارولې

    4 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر زیات شوی

    4 مارچ 2026

    د پاکستان او مقاومت یووالی؛ تر کومې اندازې دوام کولی شي؟

    4 مارچ 2026

    ايران وايي تر اوسه یې خپلې خطرناکې وسلې نه دي کارولې

    4 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،112 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،063 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،126 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.