بلوچ بېلتون پالو (بي اېل اې) خبر ورکړی، چې وسله والو یې کولپور، زهري، زامران، قلات او جب ولسوالیو کې پر پوځ او پولیسو اووه جلا جلا بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی، درې ژوندي نیول شوي او دروند مالي زیان یې هم ور اړولی دی.
همدا راز یې بيا په يوه بل خبر کې ويلي چې وسله والو یې په دشت ولسوالۍ کې پر پوځي کمپ برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.