Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د پاکستان جنایتونو ته هرکلی؛ د شر او فساد ډلې پر تندي د ذلت تور داغ
    تورې څېرې

    د پاکستان جنایتونو ته هرکلی؛ د شر او فساد ډلې پر تندي د ذلت تور داغ

    صابر افغانصابر افغان31 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    څو ورځې وړاندې په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني الوتکو بمونو د بې‌ګناه ښځو او ماشومانو خواږه خوبونه ګډوډ او د ژمي یخه شپه یې یو ځل بیا ویر لړلې کړه.

    په دې بریدونو کې چې د پاکستاني پوځ ډار او بزدلي یې نړۍ ته برملا کړه، له ۴۰ زیات بې ګناه انسانان شهیدان شول، په داسې حال کې چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان وو. یاد بریدونه د هغو هېوادونو او نړیوالو ادارو چې لږ انساني احساس هم ورسره و، له سختو غبرګونونو او غندنو سره مخ شول.

    په دې منځ کې یو څه چې د افغانستان د ملت پام یې ځان ته واړاوه، د هغو کسانو غبرګونونه او څرګندونې وې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تښتېدلي دي، له هېواد څخه د باندې د خپلو غربي او شرقي بادارانو په غېږه کې د اوسني نظام په وړاندې د بغاوت شعارونه ورکوي او ځانونه د دې خاورې او خلکو خواخوږي بولي.

    د شر او فساد ډلې لارویانو په پکتیکا کې دا وحشتناک جنایتونه نه یوازې دا چې ویې نه غندل، بلکې له ملنډو د ډکو متنونو په خپرولو سره یې له پاکستان څخه مننه وکړه او په ځینو برخو کې یې پاکستان د ورته جنایتونو تکرار ته هم وهڅاوه.

    د پاکستان د بریدونو په اړه د دوی دا ډول غبرګونونو یو ځل بیا د دوی تور مخونه را بربنډ کړل او ټولو ته یې ښکاره کړه، چې دا کینه کښ خلک د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره نه یوازې له افغانیت بلکې له اسلامیت او انسانيت څخه هم لوړ ځي او ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کوي.

    سره له دې چې د سرپرست حکومت دفاع وزارت دې پېښې ته په خپل لومړني غبرګون کې افغانانو ته د غچ اخیستو ژمنه ورکړه، د شر او فساد ډلو په دې ژمنه ملنډې ووهلې او هغه یې د خپلې واکمنۍ له وخت سره پرتله کول. هغه وخت چې د پاکستان پوځ د افغانستان پر ولایتونو راکټونه غورځول، ګڼ شمېر افغانان یې شهیدانول، د جمهوریت اجیرانو د پاکستان پز لوري د برګ کتلو جرئت هم نه درلود، د غچ اخیستل خو لرې خبره وه.

    د شر او فساد ډلو دا باطل خیالونه د ټاکلي وخت په رارسېدو او د سرپرست حکومت له لوري د ډیورنډ کرښې هاخوا د انتقامي بریدونو په پیل سره مات او په اوبو لاهو شول، په دې سره ټولو ته د یوه آزاد او خپلواک حکومت او د یوې مزدورې او لاسپوڅي ادارې تر منځ توپیر لا نور هم روښانه شو، دې انتقامي بریدونو د شر او فساد ډلې د لارویانو خولې د شرم په تار وګنډلې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد شرارت او بغاوت د مجازي حضور کاذب نمایش او وېره خپرول
    راتلونکي مقاله په۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري تر ټولو ټيټې کچې ته راغلې

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان د برخلیک په اړه د ناکامو سیاستوالو بې ځایه مشورې

    22 دسمبر 2025

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    21 دسمبر 2025

    نوی ائتلاف، پخواني جنګ سالاران او زړې وعدې

    20 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 دسمبر 2025

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    وروسته له هغه چې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو غونډه…

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    امریکا ګرینلینډ لپاره ځانګړی استازی معرفي کړ

    22 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    22 دسمبر 2025

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    امریکا ګرینلینډ لپاره ځانګړی استازی معرفي کړ

    22 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،095 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،042 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،101 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.