پاکستان چې وړاندې یې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو (م. م.) له لوري د یو بل ځانګړي استازي ټاکلو په اړه اندېښنه ښودلې وه، اوس یې خپل دریځ کې بدلون راوستی دی.د پاکستان اکسپریس ټریبیون رسنۍ لیکلي چې پاکستان نور د افغان حکومت له دریځه ملاتړ نه کوي.د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځینۍ غونډه چې پرون پېل شوې، د پاکستان په ګډون په کې د ډېرو هېوادونو استازي ګډون لري چې یوه موضوع یې د افغانستان له پاره د ځانګړي استازي ټاکل دي.د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی هم دغې غونډې ته تللی دی.د پاکستاني حکومت په دریځ کې بدلون د افغان او پاکستاني حکومتونو تر منځ د اړیکو خړپړتیا ته اشاره کوي.پاکستان تور لګوي چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد استعمالیږي، خو افغان حکومت په ځلونو ویلي چې خاوره یې د هیچا پر ضد نه استعمالیږي او پاکستان دې خپل امنیت او ثبات په خپله ټینګ کړي.د پاکستاني حکومت په دریځ کې بدلون دا ښیي چې افغان حکومت څومره خپلواک او د چا تر اغېز لاندې نه دی او د هیچا ناروا او نامشروع غوښتنې نه مني.افغان حکومت د یوناما په شتون کې د بل ځانګړي استازي ټاکل نه مني. روسیه او چین هم د دغه دریځ ملاتړ کوي.واضحه ده چې د ملګرو ملتونو له لوري د نوي استازي ټاکل به د افغان حکومت په خپلواکه پالیسۍ کې بدلون را نه ولي، خو د پاکستان دغه نیت او ناسم ګام به د افغانستان پر ځای پاکستان ته تاوان وکړي او د پاکستان په وړاندې به د افغانانو کرکه او بدبیني نوره هم زیاته کړي.