
نړيوالو رسنيو راپور ورکړی، چې د پاکستان د دولتي هوايي شرکت «PIA» کورنۍ او نړيوالې الوتنې د انجنیرانو د اعتصاب له امله ځنډېدلې دي.
د راپورونو له مخې، د دوشنبې له ماښام وروسته ټول پروازونه درېدلي او شاوخوا ۱۲ نړۍوالې الوتنې لغوه شوې دي.
د الوتکو د انجنیرانو ټولنې ویلي، دوی به تر هغه وخته کار ته بېرته ستانه نه شي څو د پاکستان د دغه دولتي هوايي شرکت د عمومي رییس چلند بدل نه شي.
د دوی په خبره، له انجنیرانو غوښتنه کېده چې د خوندیتوب اصولو خلاف الوتنې تایید کړي، خو هغوی دا کار د مسافرو د ژوند له خطر سره تړلی بللی.

