د پاکستان د طالبانو غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د پاکستاني حکومت له خوا د لال مسجد د پخواني امام مولانا عبدالعزیز د مېرمن او د جامعه حفصې د مدیرې “اُمِّ حسان” نیول کېدل په کلکه غندلي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې، د لال مسجد او جامعه حفصې ترڅنګ ودرېږي «او ظالم دې د ظلم له تکرار څخه منع کړي.»
اعلامیه کې راغلي، چې د نوموړې له نیول کېدو سره په سیمه کې وېره او ډار خپور شوی، او پر ضد یې مظاهرې هم شوي دي.
د یادونې وړ ده چې، د لال مسجد د پخواني امام مېرمن او د جامعه حفصې مدیره «اُمِّ حسان» له لسو تنو نورو زدهکوونکو سره یوځای، تېره ورځ د پاکستاني حکومت له خوا نیول شوې ده.