پاکستان او افغانستان له تاریخي او جغرافیایي پلوه په داسې وضعیت کې واقع دي چې پر ډيورنډ فرضي کرښه هره کوچنۍ امنیتي پېښه په لویو سیاسي پېښو هم بدلېږي. له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې پر افغان خاوره تېری وشو، پر ډیورنډ فرضي کرښه انتقامي عملیات ترسره شول، دا موضوع نوره هم پراخه شوه، وروسته په قطر، ترکیې او بیا سعودي کې مذاکرات ترسره شول، چې په هر پړاو کې یې پاکستان له واقعیتونو انکار او شاتګ کاوه، د افغانستان له لوري سوداګریز پرېکون اعلان شو او تر هغو چې پاکستان، افغانستان ته قوي تضمین نه وي ورکړی، هیڅ یوه سوداګریزه لاره به نه خلاصېږي.
د پاکستان پوځي رژیم په نظامي ډګر کې هماغه اول ماته خوړلې وه، خو په سیاسي ډګر کې یې بیا هم کشمکشونو ته لار هوراه کړې وه، مختلف غیر منطقي غبرګونونه یې ښودل او له زور څخه یې کار اخیست، تر دې چې سوداګریز پرېکون ورسره رامنځ ته شو، په داسې وخت کې سوداګریزې لارې بندې شوې، چې د پاکستان د تازه مېوو موسم دی، دې کار نو واقعاً پر پوځي رژیم فشار راووړ، ځکه د ناسنجیده پرېکړو قیمت یې نه یوازې پوځ، بلکې ولس هم پرې کوي؛ بالاخره دې ټولو پېښو اړیکې سختې کړکېچنې کړې دي.
د سپین بولدک وروستۍ نښته هم د دغې اوږد مهاله کړکېچنې اړیکې یوه تازه بیلګه ده. د پاکستان پوځي رژیم چې په کنفرانسونو، فشارونو او منډو – ترړو هیڅ ترلاسه نه کړه، وروستی انتخاب یې بیا هم په جګړه د اوربند او تعهد ماتېده و، چې یو ځل بیا یې لاس پرې پورې کړ، ترڅو د پاکستان ولس تېر باسي او توجه یې بل لوري ته واړوي؛ کله چې یو ځل بیا افغانستان غبرګون ښودلو ته اړ کړای شو، نو پاکستاني پوځ د تل په څېر پوستې خوشې کړې او د جګړې د درېدو غږ یې وکړ.
که د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمکشونو تاریخ ته پام وشي، نو ښکاري چې ستونزې یوازې د نن ورځې نه دي، بلکې د کلونو سیاسي رقابت، نفوذ او جیوپولټيکي اختلافاتو په څېر موضوعات شته، په همدې اساس، یوه محدوده نښته هم د لویو ستراتیژیکو اهدافو په چوکاټ کې تحلیل کېږي، نه د یوې تصادفي پېښې په توګه.
پاکستان په سیمه کې د فشار پر پالیسۍ ولاړ دی؛ دغه هېواد تر خپل مدیریت لاندې یو بحران ساتلی، چې هر وخت یې د سیاسي امتیاز لپاره استفاده کوي. هر کله چې پاکستان له داخلي سیاسي شخړو، اقتصادي ستونزو یا نړیوال فشار سره مخ شي، پر ډیورنډ کرښه جګړه او تېری د فشار د یوې چټکې وسیلې په توګه کاروي. دا ډول نښتې د دې ښکارندوی نه دي چې ګواکې پوځي رژیم ستره توانايي لري، بلکې د پوځ د قدرت او کنټرول یو دوامداره انځور وړاندې کول غواړي، په ځانګړي ډول په هغو حالاتو کې چې کورنی بحران یې زیات وي؛ مګر خوشبختانه نور نو د پاکستان له خوا دا مدیریت کېدونکی بحران استفاده کول هم له خطر سره مخ شوی، ځکه اسلامآباد اوس پر کابل نفوذ نه لري، نور یې نو پر افغانستان راج ختم شوی؛ افغانان که حوصلې لري نو حافظې او اړینې محاسبې هم لري.
که د مسئلې عمق ته نور هم داخل شو، نو ویلی شو چې د ډیورنډ فرضي کرښې او د پاکستان د داخلي امنیت مسئلې د دغو نښتو دوه مهم او تلپاتي لاملونه دي. پاکستان هڅه کوي چې د عملي واقعیتونو په بدلولو سره ډیورنډ کرښې ته د منل شوي سرحد بڼه ورکړي، په داسې حال کې چې د افغانستان ولس دا تپل شوې کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني، همداراز پوځي رژیم هڅه کوي چې د داخلي امنیت پړه پر افغانستان واچوي. هر کله چې پاکستان پر کرښه نوي تأسیسات جوړوي، محدودیتونه زیاتوي یا نظامي فعالیت پیاوړی کوي، هدف یې د ځان امنیت خوندي کول نه وي، بلکې د یو نا اعلان شوي رسمي سرحد لور ته د شرایطو جوړول وي، خو هغه مهال بیا د داخلي امنیت مسئله هم ور پورې وتړي.
اقتصادي اړخ هم په تېر کې د پاکستان د سیاسي فشار بنسټیزه برخه وه، ځکه چې افغانستان د صادراتو او وارداتو په ډېره برخه کې د پاکستان لارو ته اړتیا درلوده، پاکستان هم له دې لارې څخه د یوې اغېزمنې سیاسي وسیلې په توګه کار اخیسته، کله به یې لاره بندول او کله به یې ترانزیټ ته په سختو شرایطو او لوړو ټکسونو اجازه ورکول، خو اوس افغانستان خپلې اړتیاوې له نورو هېوادونو څخه پوره کړې دي او نور نو اړتیا نشته چې افغانان د پاکستان لارو ته تم شي.
پاکستان نه په بشپړ ډول د جګړې اراده لري او نه هم د بشپړ ثبات غوښتونکی دی؛ بلکې د داومداره فشار یوه داسې وسیله ساتي چې هر وخت ترې د خپلو سیاسي او امنیتي اهدافو لپاره ګټه واخلي. افغانستان ته د حل لاره په واکمنۍ، داخلي ثبات، اقتصادي تنوع او د ترانزیټ د بدیلو لارو په جوړولو کې نغښتې ده. هر څومره چې افغانستان، د پاکستان له انحصاري اړتیاوو ځان خلاص کړي، هماغومره د پاکستان د فشار د تګلارې اغېز کمېږي او اسلامآباد اړ کېږي چې د برابر تعامل، متقابل درناوي او متوازنو اړیکو لور ته حرکت وکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


