د پرځېدلي جمهوریت تښتېدلي څېرې چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د ناټو په ملاتړ، په افغانستان واکمني کوله، په رسنیو، مجلو، ورځپاڼو او غونډو کې یې همېشه د افغانستان د اوسني حکومت مشران له آیایسآی سره تړلي خلک یادول. هغوی کلونه، کلونه پرلپسې داسې ذهنیت خپراوه چې ګواکې طالبان د اسلامآباد د ګټو لپاره جګړه کوي او له آیایسآی څخه اوامر اخلي. دا په داسې حال کې وو چې دې کړیو په خپله د پردې تر شا له پاکستان سره د خپلو پټو اړیکو او تګ – راتګ د پټولو لپاره ډېرې هڅې کولې، د دقیقو تبلیغاتو له لارې یې د ملت ذهنیت له اصلي واقعیت څخه اړاوه.
وروسته له هغې چې د اشغال ټغر له افغانستان څخه ټول شو، د غرب لاسپوڅی نظام وپرځېده او پر هېواد یو خپلواک اسلامي نظام حاکم شو، د تېرې دورې د تېر ایستونکو تبلیغاتو او د ذهنیت جوړونې پروژې ډیر حقایق روښانه او رسوا شول. اوس روښانه شوې چې هغه شور او زوږ، تورونه او خبرې نه یوازې رښتیني نه وو، بلکې یوازې د څو خاینو او هېواد پلورونکو کسانو د واک د بقا لپاره جوړ شوي وو.
په دې وروستیو کې د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي، د پاکستان له استخباراتو سره د حکومت د همدې مخالفو ډلو له پټو اړیکو پرده پورته کړې. هغه په خپلو تازه څرګندونو کې وایي: «د افغان حکومت مخالفو ډلو په رسمي ډول له پاکستان څخه د ډرون الوتکو او پوځي تجهیزاتو غوښتنه کړې ده.» دا اعتراف ښيي چې هماغه ډلې چې کلونه کلونه یې نور خلک جاسوسان او مزدوران بلل، اوس په خپله د خپل سیاسي ژوند د دوام لپاره تر دې کچې د آیایسآی په لمن کې لوېدلي دي.
دا په داسې حال کې چې پاکستان په دې وروستیو میاشتو کې له افغان ملت سره ښکاره دښمني پیل کړې او څو ځله یې د افغانستان خاوره په ښکاره او قصدي توګه په نښه کړې ده. په خوست، کنړ او پکتیکا کې د بې ګناه ملکي وګړو پر کورونو بریدونه او د ښځو او ماشومانو شهادت د دې ښکاره دښمنۍ تازه بېلګې دي؛ داسې دښمني چې هېڅ غیرتي افغان یې له پامه نه شي غورځولی.
د دې تښتېدليو او د پاکستان په غېږه کې د پرتو څېرو دا لومړی ځل نه دی چې داسې له شرم ډکه معامله کوي. دوی هماغه کسان دي چې په ۲۰۰۱م کال کې یې د یوې بدنامې او رسوا کوونکې معاملې له لارې ۴۲ غربي هېوادونه افغانستان ته راوستل او د هېواد د اوږدمهاله اشغال زمینه یې برابره کړه. نن هم هماغو هېواد پلورونکو، د تېښتې او غلامۍ پر هماغه پخوانۍ روحیه په تکیې کولو سره، د خپلې شخصي بقا لپاره یو ځل بیا د اسلام آباد لمنه نیولې ده.
د دې پټو اړیکو او دوه مخیو له بربنډېدو سره اوس په بشپړ ډول روښانه شوې چې د دې خاورې رښتیني بچیان څوک دي، څوک د آیایسآی غلامان او د پاکستان د سیاستونو د پلي کولو وسایل دي؟ څوک له ملت سره ولاړ دي، د هېواد د عزت لپاره جنګېږي او د ملي ګټو د ساتنې لپاره مبارزه کوي او څوک بیا د خپلو شخصي ګټو لپاره تیار دي د خپل ولس په خاوره او وینو معامله وکړي او د غلامۍ ځنځیر په غاړه کړي؟
ملت باید دا هېواد پلورونکې او له پردیو سره تړلې څېرې په دقیقه توګه وپېژني او اجازه ور نه کړي چې هماغه خاینې کړۍ یو ځل بیا د هېواد برخلیک لیلام کړي. ولس باید په بیدارۍ د دولت او ملي ارزښتونو تر څنګ ودرېږي او هر ډول خاینانه او هېواد پلورونکې هڅه په قوي اراده او بشپړ ویښتابه سره له منځه یوسي.
اوس د دې وخت را رسېدلی چې هر افغان د هېواد د عزت لپاره د ولاړو کسانو او د آیایسآی د مزدورانو ترمنځ د بېلوالي یوه روښانه کرښه وکاږي، ځکه افغانستان هغه مهال رښتیني آرام، ثبات او عزت ته رسېږي چې هېواد پلورونکي نور ونشي کولای د دروغجنو شعارونو په نقاب کې ځان پټ کړي، د هېواد برخلیک د دروغجنو شعارونو له لارې د ولس د پاکو احساساتو په راپارولو سره په لاس کې واخلي او ملي ګټې د شخصي ګټو لپاره پردیو ته لیلام کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


