Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پاکستان سیاسي او نظامي ماتې تښتېدلي مخالفین هم ذلیل کړل
    سیاسي لیکني

    د پاکستان سیاسي او نظامي ماتې تښتېدلي مخالفین هم ذلیل کړل

    صابر افغانصابر افغان20 اکتوبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوحې نوې توافق‌نامې د پاکستان پوځي رژيم د ماتې تر څنګ يو ځل بيا د افغانستان د مفسدې، تښتېدلي او مخ تورې بهر مېشتې کړۍ ټولې هيلې په سيند لاهو کړې.

    په دوحه کې د اسلامي امارت مسؤلینو يو ځل مخکې د افغانستان لپاره يو نوی برخليک وټاکه، له مغرورې امریکا سره يې د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک کړ، اشغال هم ختم شو او د مفسدینو، غلو او جنایت کارانو له ناپاکو لاسونو هېواد خلاص شو.

    هماغه تښتېدلي او مفسد مخالفين يو ځل بيا د پاکستان پر دسترخوانونو کښېناستل او د افغانستان د تباهۍ، غلامۍ او ذلت لپاره يې د پاکستان له پوځي رژیم او استخباراتي ادارو سره نوې دسيسې جوړولې. تازه احمد مسعود او څو مشهور مفسدین له پاکستان سره پر نویو تګلارو لګيا وو، خبر نه وو چې الله خير الماکرين ذات دی.

    د پاکستاني پوځ رژیم یوې ځانګړې کړۍ غوښتل چې وضعیت کړکېچن او د خپلو دسيسو پلي کولو ته لاره هواره کړي، په دې لړ کې پخوانیو مفسدینو هم د پاکستاني پوځي رژيم وحشتونو او تېریو ته چکچکې کولې او لکه تير ځل يې چې امریکايان تشويقول تر څو پر طالبانو غټ، غټ بمونه واچوي، اوس یې غوښتل د پاکستان پوځي رژيم لا ډېر وهڅوي چې کابل، کندهار، خوست، پکتیکا، کنړ، ننګرهار او نوري سیمې بمبارد کړي.

    تښتېدلو مفسدینو د هر ملکي کس په شهادت پاکستاني پوځيان اتلان معرفي کول، ځکه دوی هم غوښتل چې د طراحي شوي پلان په اساس وضعيت ښه ډير ترينګلی شي او دوی له فرصت څخه استفاده وکړي، خو لکه تېر ځل چې له امریکا سره په مذاکراتو کې بريا ټول مفسدین مخ توري‌ کړل، دا ځل بيا تر هغې زيات مخ توري، نور هم رسوا، ذلیله او وپېژندل شول.

    الله خیر الماکرين ذات دی، د دوی هر مکر د دوی پر وړاندې يو طوفان شو او دوی يې له خپلو خبيثو دسيسو سره یو ځای له ځان سره يووړل.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهحماس غورځنګ: د اوربند ماتېدو ټول مسؤليت د اسرائيلي رژيم پر غاړه دی
    راتلونکي مقاله ملا عبدالغني برادر او د ترکمنستان ولسمشر په افغان خاوره کې د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه

    مربوطه لیکنې

    مقاومت جبهه؛ پر افغان ولس د بندیزونو ملاتړې ډله

    17 نوومبر 2025

    هېواد چا د پردیو ګټو قرباني کړ؟

    16 نوومبر 2025

    د سوداګریز پرېکون اقتصادي شننه!

    15 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 19 نوومبر 2025

    صراف اختر محمد خان بادیزی: د مغرضه اشخاصو له خوا خپره شوې اوازه، چې ګواکې زه شکنجه شوی یم حقیقت نه‌لري

    صراف، اختر محمد خان بادیزی وایي، د تېرې شنبې په ورځ امنیتي ځواکونو له خوا…

    د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم: پرځول شوي جمهوریت روږدي پر خپل حال پريښي وو؛ خو افغان حکومت په ځانکړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې ونیول

    19 نوومبر 2025

    د روسیې ولسمشر کرملین ماڼۍ کې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

    19 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    صراف اختر محمد خان بادیزی: د مغرضه اشخاصو له خوا خپره شوې اوازه، چې ګواکې زه شکنجه شوی یم حقیقت نه‌لري

    19 نوومبر 2025

    د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم: پرځول شوي جمهوریت روږدي پر خپل حال پريښي وو؛ خو افغان حکومت په ځانکړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې ونیول

    19 نوومبر 2025

    د روسیې ولسمشر کرملین ماڼۍ کې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

    19 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،077 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.