د پاکستان د طالبانو غورځنګ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د کويټې او دیره اسماعيل خان پر عمومي سړک د «ګنډي عاشق» سیمه کې د لویې لارې د مسافرو لوټ کوونکي د پاکستان د پوځ تر لارښوونې لاندې یو شمېر بدمعاشان دي چې د طالبانو جامې یې اغوستې او له موټرو یې غلا کړې ده.
پاکستاني طالبانو زياته کړې چې موږ غواړو ولس ته ووایو چې دا کار د پاکستان د طالبانو غورځنګ غړو نه دی کړی بلکې د پاکستان د پوځ کار دی او غواړي په له دې لارې غورځنګ بدنامه کړي.