د پاکستان طالبانو غورځنګ يا ټي ټي پي د يوې اعلاميې په خپرولو سره د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د عامو شيعه وګړو د سپرلۍ په موټرو بريد غندلی، او وايي دا ډول کارونه د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د خپلو شومو موخو د ترسره کولو لپاره کوي.
د يادونې وړ ده چې پرون خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د شیعه عامو وګړو د موټرو پر کاروان برید ترسره شو چې د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۸۱ کسان وژل شوي چې، پکې ۲۱ ښځې او ۳۸ تنه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو تر تر ۱۳ کلنۍ پورې وو شامل دي.