جګړه که په هره کچه وي، له ځان سره جدي زیانونه لري، د هېواد او ملت عادي وضعیت تر اغېز لاندې راولي. هېڅ شک نشته چې د جګړې لومړۍ ضربه د هېواد پر اقتصاد لګېږي او ورپسې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي او ګراني رامنځته کېږي.
پاکستان له افغانستان سره د خپلې خودخواه جګړې په پیلولو سره، له یوې خوا ځان په سیمه کې بدنام کړ، له بلې خوا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ډېرې له خطر سره مخ کړې. دا جګړه د دواړو هېوادونو په ګټه نه ده او پاکستان نشي کولای په مټ یې خپلو نامشروع او خیالي موخو ته ورسېږي.
په پاکستان کې د جګړې له جدي زیانونو څخه یو هم د اړینو لومړنیو توکو لکه د خوراکي او څښاک موادو، تېلو، نفتو او ګازو بې سارې ګراني ده. دا ټول د خلکو د ورځني ژوند بنسټیزې اړتیاوې دي چې په بازار کې یې د بیو له لوړېدو یا کمبود سره د ژوند چارې له ستونزو سره مخ کېږي.
همدارنګه پاکستان د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د خپل ناکام هوايي تېري تر پیل وړاندې، د خپلو مخالفو ډلو له لوري هم له بریدونو او جګړو سره مخ و. امنیت، اقتصادي او حتی ملي ثبات د تدریجي او خاموش سقوط پر لور روان و. اوس یې چې له افغانستان سره بزدلانه جګړه هم د خپلو بیلابېلو دوامدارو کورنیو شخړو په لړ کې ورزیاته کړې او د سیمې او ګاونډیانو اړوند نورې مسئلې هم د پام وړ ګرځېدلې دي، دا هېواد تر پخوا ډېر د تدریجي او فرسایشي زوال په لوري روان شوی دی، دا اندېښنې په څرګند ډول د ګرانۍ په بڼه راڅرګندې شوې دي.
په همدې لړ کې د پاکستان حکومت د کرکټ لوبې چې په دغه هېواد کې پراخ مینه وال لري او ملي ورزش یې بلل کېږي؛ د سون توکو د ګرانۍ او د جګړې پر مهال د اقتصادي کمزورۍ په پلمه، یوازې د لاهور او کراچۍ ایالتونو ته محدودې کړې دي. خو د پام وړ ټکی دا دی چې د پنجاب اعلی وزیره مریم نواز او د هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې لوبغالي ته تللي او سیالۍ یې له نږدې کتلې دي.
دغه پېښه درې مهم ټکي څرګندوي:
۱. د پاکستان امنیتي وضعیت په شدت سره بې ثباته شوی دی او د ملي او عامه غونډو او سیالیو ترسره کول له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي، حکومت په دې برخه کې د خطر منلو توان نه لري.
۲. د ګرانۍ او اقتصادي زوال په پلمه د عامو خلکو له ګډون پرته د سیالیو محدود ترسره کول، د جګړې له څرګندو پایلو څخه ګڼل کېږي؛ داسې وضعیت چې ډېر ژر به د دې هېواد اقتصاد له جدي فلج سره مخ کړي.
۳. له دې سره سره، په داسې سیالیو کې د وزیرانو شخصي حضور، چې خلکو ته پکې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې، د دولت د مشرانو استبدادي خودخواهانه چلند څرګندوي؛ هغه کسان چې حتی د جګړې او ګډوډۍ په اوج کې هم له خپلو شخصي غوښتنو څخه لاس نه اخلي.
دې ټولو واقعیتونو ته په کتو، دې پایلې ته رسېږو چې د پاکستان حکومت د خپل ملت د ګټو په فکر کې نه دی او د دولت مشران یې حتی په سختو شرایطو کې هم تر ډېره د خپلو شخصي ګټو او عیش و نوش په لټه کې دي. هغوی د ساتېرۍ هغه دروازه چې د ډېرو خلکو لپاره یوازینۍ د خوښۍ سرچینه ګڼل کېږي، د ملت لپاره تړلې ده؛ خو د ځان لپاره یې د درنو امنیتي لګښتونو په بدل کې پرانیستې ساتي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


